چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پاکستاني چارواکي ولې پر افغانستان د واکمنۍ اکټونه کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 10, 2022
in تبصرې
0
پاکستاني چارواکي ولې پر افغانستان د واکمنۍ اکټونه کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 واک ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته بیا بیا پاکستاني چارواکي داسې ښيي چې ګواکي په کابل کې چارواکي د دوی د هدایاتو سره سم عمل کوي او دوی په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب کوي. پاکستاني چارواکي تل داسې ښيي چې په نړیوالو غونډو او د نورو هېوادونو له چارواکو سره په لیدو کې د افغانستان استازیتوب کوي.‌ د افغانستان په کور دننه مسایلو کې هم پاکستان داسې ښيي چې غږ یې اورېدل کېږي،‌ خو واقعیتونه داسې نه دي، نو پاکستاني چارواکي ولې داسې اکټونه کوي چې ګواکي پر افغانستان واکمن دي او یا هم په کابل کې واکمنو ته دوی هدایتونه کوي؟

پر افغانستان د طالبانو د یو ځل بیا واکمنېدو وروسته پاکستان تمه لرله ځیني داسې امتیازونه به تر لاسه کړي چې پخوا یې نه وو تر لاسه کړي. د پاکستاني طالبانو پر ضد ګام اخیستل، له نړۍ سره د پاکستان له لارې د اړیکو تنظیمول،‌ ډیورنډ کرښه منل او یا هم په اغزن سیم بشپړولو کې له پاکستان سره مرسته، په افغانستان کې د پاکستاني افرادو پر دندو ګومارل او د افغانستان هرې سیمې او ادارې ته د پاکستانیانو خلاص لاسرسی هغه څه وو چې پاکستان یې تمه لرله. د اسلامي امارت له څه باندې شپږ میاشتنۍ واکمنۍ وروسته اوس ښکاري‌ چې پاکستان خپلو موخو ته نه دی رسېدلی او ورځ تر بلې ناهیلی کېږي. د اسلامي امارت چارواکو په واضحو ټکو ویلي چې ډیورنډ نه مني او په دې اړه پرېکړه د ولس صلاحیت دی. ددې تر څنګ یې د پاکستان هغه غوښتنه هم په شدت رد کړې چې په اغزن سیم کې دوی ورسره مرسته کوي او ان په ځینو سیمو کې له دې امله نښتې هم شوي دي. په کور دننه مسایلو کې هم پاکستان ته د هغسې لاسوهنې چانس نشته چې دوی یې تمه لرله او پر دندو د پاکستاني وګړو د ګومارنې غوښتنه هم د امارت د چارواکو له خوا په شدت رد شوه. له بله اړخه اسلامي امارت په بهرني سیاست کې هم خپلواک عمل کوي‌،‌ له هېوادونو سره مخامخ خبرې کوي، سفرونه کوي او د خپلواکو دوه اړخیزو اړیکو لپاره یې له ګڼو هېوادونو سره مهم پرمختګونه هم کړي دي.‌ د پاکستان طالبانو د تسلیمولو په برخه کې هم ورسره اسلامي امارت هېڅ داسې مرسته نه ده کړې چې پاکستان یې تمه لرله، بلکې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو بریدونو هم زور اخیستی دی.

 له دې امله چې پاکستان خپلو موخو ته نه دی رسېدلی او ناهیلی شوی دی، نو غواړي وښيي چې لوبه یې نه ده بایللې او لا هم کنټرول لري. دوی له دې لارې درې موخې لري: لومړی؛ لا هم غواړي له نړۍ د افغانستان او طالبانو پر سر امتیازات واخلي. دویم؛ خپلو خلکو ته ښيي چې دوی له طالبانو سره په چلند کې ناکام نه دي. درېیم؛ دا چې دوی غواړي اسلامي امارت ته په کور دننه ستونزې جوړې کړي، کمزوری یې کړي او په افغانانو کې یې د پاکستان تابع معرفي کړي. له همدې امله ‍پر افغانستان د واکمنۍ اکټونه کوي.

اوس اسلامي امارت ته پکار ده چې د پاکستاني چارواکو ددغه اکټونو د بې ارزښته کولو لپاره ګامونه واخلي. اسلامي امارت باید د پاکستاني چارواکو دغه ډول اکټونو، خبرو او دریځونو ته چې پکې دوی د افغانستان د واکمنو په څېر وي، غبرګون وښيي او رد یې کړي. دا په دې مانا نه ده چې سر له اوسه باید د دښمن په څېر چلند ورسره وشي، خو په حکمت سره باید د افغانستان او نړۍ خلکو ته وښودل شي چې پاکستاني چارواکي یوازې تمثیل کوي او واقعیت دا دی چې په کابل چارواکي د پاکستان غوښتنې نه مني او خپلواک عمل کوي.

Previous Post

په ابوظبي کې سلګونه افغان کډوالو لاریون کړی

Next Post

امریکایي‌سناتوران: افغانستان ته مرستې رسول مو اخلاقي مسوولیت دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکایي‌سناتوران: افغانستان ته مرستې رسول مو اخلاقي مسوولیت دی

امریکایي‌سناتوران: افغانستان ته مرستې رسول مو اخلاقي مسوولیت دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بنګله دېش کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ کسان مړه شوي

بنګله دېش کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ کسان مړه شوي

مارچ 1, 2024
جاپان او ترکیه ۶۰ تنه افغانانو ته د طبیعي پېښو د مدیریت روزنه ورکوي

جاپان او ترکیه ۶۰ تنه افغانانو ته د طبیعي پېښو د مدیریت روزنه ورکوي

مارچ 9, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved