چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پاکستان او ایران باید په زور د افغان کډوالو ایستل ودروي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 20, 2024
in تبصرې
0
بد ګاونډی له بل بد کار سره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېرو افغانانو خپل هېواد پرېښی دی. په همدې موده کې، له ایران او پاکستان څخه کابو ۸۵۰ زره افغانان بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي چې ستره برخه یې له دغو هیوادونو جبري را ایستل دي. دا حالات نه یوازې د کډوالو د زور او جبر بېلګې دي، بلکې د کډوالۍ د نړیوالو حقوقو پر وړاندې هم ښکاره سرغړونه ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور کې راغلي‌ چې له اپریل څخه تر جون پورې نږدې ۵۵۰ زره کسان له افغانستانه نورو هېوادونو ته کډوال شوي، چې د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه راپور له مخې، د کډوالۍ د زیاتېدو اصلي لامل په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت ښودل شوی دی.
ایران ته د تلونکو هرو درېیو کډوالو له ډلې یوه یې ویلي چې تر دې مخکې یې هیڅکله بهرنیو هېوادونو ته سفر نه دی کړی. د ای او اېم راپور وایي چې ایران ته د تلونکو کسانو د کډوالۍ اصلي لامل په کور دننه اقتصادي ستونزې او بې روزګاري دي. پاکستان ته هم لوی شمېر افغانان د خپلو کورنیو او خپلوانو د لیدو او روغتیايي دلایلو له کبله ځي او یوازې ۱۰ سلنه یې ویلي چې د اقتصادي ستونزو له امله پاکستان ته ځي.
په داسې حال کې چې د کډوالو د جبري ستنولو کړنې ډېرې شوې دي، دا وضعیت د افغان کډوالو ژوند لا خرابوي. د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور وایي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لوی لامل د ځايي حکومتونو له خوا د جبري ستنولو لړۍ ده. چې دا ډول کړنې د افغانانو پر رواني او ټولنیز ژوند ژور اغېز کوي او دوی ته نورې ستونزې هم زېږوي.
پاکستان او ایران باید په زور د افغان کډوالو ایستل ودروي او د هغوی د بشري حقونو درناوی وکړي. د کډوالو نړیوال قوانین او اصول باید مراعت شي او د کډوالو د جبري ستنولو پر ځای باید هغو ته د ژوند کولو مناسب شرایط برابر شي. په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې رول هم ډېر مهم دی. د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړ کولی شي د افغان کډوالو حالت ښه کړي او هغوی ته د ژوند کولو ښه شرایط برابر کړي.
له بلې خوا، افغان سرپرست حکومت هم باید په کور دننه اقتصادي وضعیت ښه کړي، د بې روزګارۍ مخنیوی وکړي او د خلکو ژوند ته لازم شرایط برابر کړي. د افغانستان د حکومت مسؤلیت دی چې د خپل ولس لپاره د کار او ژوند شرایط برابر کړي تر څو هغوی مجبور نشي چې خپل هیواد پریږدي .
په پای کې، پاکستان او ایران باید د کډوالو د بشري حقونو درناوی وکړي او په زور او جبر د هغوی ایستل ودروي. د نړیوالې ټولنې او افغان سرپرست حکومت همکارۍ او ملاتړ هم کولی شي په دې برخه کې مثبت بدلون راولي.

Previous Post

په کابل کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Next Post

ژیرنوف: د افغانستان او روسیې تر منځ دوه اړخیزه سوداګري زیاته شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ژیرنوف: د افغانستان او روسیې تر منځ دوه اړخیزه سوداګري زیاته شوې

ژیرنوف: د افغانستان او روسیې تر منځ دوه اړخیزه سوداګري زیاته شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تورخم کې د حیواني توکو د قرنطين لپاره ودانۍ جوړه شوه

تورخم کې د حیواني توکو د قرنطين لپاره ودانۍ جوړه شوه

مارچ 10, 2024
شي جين پينګ د ویتنام کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې نوي عمومي منشي تولام ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي جين پينګ د ویتنام کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې نوي عمومي منشي تولام ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

اگست 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved