د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او همدا لامل دی چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سوله غواړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ ویلي، پاکستان افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او غواړي چې نور باید په دغه هېواد کې دجګړو روانه لړۍ پای ومومي. نوموړي د مسکو ناستې ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان په ګډون ټولې خواوې افغانستان کې دجګړو پای او اوربند غواړي ځکه چې افغانستان کې امن او سوله د ټولو په ګټه ده. د یو بل خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ټلیفوني خبرې کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې پروسې، د مسکو ناستې او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.











