وروسته تر هغه چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو غبرګون کې له یاد هېواد څخه خپل ډیپلوماټان هېواد ته راوغوښتل، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پرېکړه بدبختي ده. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د افسوس وړ ده او دوی هیله لري چې افغان حکومت پر خپل تصمیم له سره غور وکړي. په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې د سفیر لور تښتول شوې نه ده، د هند استبخاراتو دې مسئلې ته زور ورکړی دی او هڅه کوي په نړۍ کې د پاکستان نوم بد کړي. نوموړي پرون ناوخته په یوه مرکه کې ویلي چې تر اوسه د سفیر د لور د تښتول کېدو هیڅ شواهد لاس ته نه دي ورغلي. بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په دې اړه له خپل پاکستاني سیال محمود قریشي سره خبرې کړې دي او د شیخ رشید څرګندونې یې تر وخت مخکې او غلط قضاوت بللی دی. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې محمود قریشي د دې پېښې د جدي پلټلو او په یاد هېواد کې د افغان ډیپلوماټانو د امنیت خوندیتابه ژمنه هم کړې ده.











