پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې د افغانانو په ګډون غیر قانوني کډوالو ته له هېواده د وتلو لپاره یوه میاشت مهلت اعلان کړي. د راپورونو پر بنسټ، له دې یوې میاشتې مودې وروسته؛ به د پاکستان حکومت په ټول هیواد کې د ناقانونه کډوالو چې ډیری یې افغانان دي، د ایستلو لپاره عملیات پیل کړي. ویل کیږي چې دغه نوې کړنلاره به په راتلونکو ورځو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي لخوا اعلان شي.











