چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پاکستان ولې هغه مرسته نه کوي چې افغانان یې غواړي!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 16, 2022
in تبصرې
0
پاکستان ولې هغه مرسته نه کوي چې افغانان یې غواړي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان ته د متخصصینو د لېږلو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر خبرو ته افغانانو سخت او توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد له چارواکو غوښتي وو چې ”له دوستو هېوادونو سره همکارۍ ” وکړي او همدارنګه داسې متخصص کسان افغانستان ته واستوي چې د روغتیا، مخابراتو او بانکدارۍ په برخو کې وړتیاوې ولري څو په افغانستان کې د ‘بشري کړکېچ مخنیوی ‘ وشي. نوموړي د افغانستان وضعیت په هکله اندېښنه ښوولې وه او په وینا یې ”د اړتیا په وخت کې به افغانان هېر نه کړي”. د عمران خان خبرو ته د افغانانو غبرګونونه توند او تېز وو او ټولو په یوه خوله د پاکستاني متخصصینو راتګ رد کړ. په دې چاره کې د اسلامي امارت ملاتړي او مخالفین سره جلا نه وو او په امارت یې غږ کاوه چې ددې چارې مخه ونیسي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې دوی بهرنیو متخصصینو ته اړتیا نه لري او په افغانستان کې په پوره اندازه متخصصین شته چې حکومتي او نورې چارې مخ ته یوسي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم پاکستان له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې وښيي دوی له افغانستان سره مرستو او ملاتړ ته ژمن دي. که څه هم په هغو برخو کې چې افغانستان یې له پاکستان غواړي مرسته نه کوي، خو ددې لپاره چې ځان مرستندوی وښيي په هغو برخو کې د مرستو د کولو خبرې کوي چې افغانان یې نه غواړي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پاکستان د افغانانو پر مخ خپلې ټولې دروازې وتړلې، ویزې یې بندې کړې او هغو کسانو ته یې هم پاکستان ته د ورتګ اجازه نه ورکوله چې له وړاندې یې قانوني ویزې لرلې. پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ هم خپلې دروازې وتړلې او آن ځیني ناروغان په تورخم او سپین بولدک کې مړه شول. په سختو ورځو کې له کابله تر اسلام اباده د پاکستانيPIA  شرکت د یوه ټیکټ بیه تر ۱۲ سوه ډالرو پورته کړې وه چې په عادي حالت کې دا بیه له سل تر یو نیم سل ډالره وه. اوس هم پاکستان افغانانو ته د عادي ویزو ورکړه درولې ده او آن ناروغانو ته په سختۍ او هغه هم د پیسو په بدل کې ویزې ورکوي.‌ که څه هم په دې برخه کې پاکستاني چارواکو بیا بیا د سهولتونو ژمنه کړې ده، خو په عمل کې یې ستونزې لا زیاتې کړي دي. پاکستان هغه مرسته نه کوي چې افغانان یې غواړي، خو هغه کوي چې افغانان یې نه غواړي. له همدې امله پاکستاني چارواکي په واقعي مانا له افغانستان سره د مرستو نیت او اراده نه لري. دوی په دې خبرو سره له یوه اړخه غواړي چې که په افغانستان کې ورته د لا زیات نفوذ زمینه برابره شي او له بله اړخه نړیوالو ته ښيي چې ګواکي دوی د افغانستان خواخوږي دي او مرسته ورسره کوي.‌

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د پاکستاني لومړي وزیر دغه ډول څرګندونو چې څه‌ ډول د خلکو غبرګون منفي و، دغسې د اسلامي امارت ویاند هم د پاکستان دا مرسته رد کړه. له دې وروسته هم پکار ده چې د پاکستان د هر ‍ډول لاسوهنې او نفوذ پر وړاندې خلک او اسلامي امارت دواړه په شدت غبرګون وښيي او بیا بیا دا ‍پیغام ورکړي چې په کابل کې واکمن د پاکستان د ناوړه سیاستونو پر وړاندې ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې دلته خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.

Previous Post

امریکا وايي روسیه پر اوکراین برید ته پلمې لټوي

Next Post

نوی حکومت: راتلونکی کال د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نوی حکومت: راتلونکی کال د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي

نوی حکومت: راتلونکی کال د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کندوز په پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

د کندوز په پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

نوومبر 13, 2024

Single Deck Blackjack Betsoft

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved