په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د ویزو او پاسپورټونو د وخت له پای ته رسېدو، د پولیسو له خوا له ځورول کېدو، اقتصادي او نورو ستونزو سر ټکوي او له اړوندو سرچینو یې د حل غوښتنه کوي. په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون وروسته د خبریالانو، سیاستوالو، د تېر حکومت چارواکو او نورو په ګډون زرګونه کسان بهر ته ولاړل. له دغو کسانو ځيني لا هم نورو هېوادونو ته د تګ په تمه، د افغانستان په یو شمېر ګاونډيو او عربي هېوادونو کې شپې او ورځې تېروي. په دوی کې یو شمېر افغان خبریالان چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي او وایي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ویزو او پاسپورټونو وخت پای ته رسېدل او نه تمديدېدل، د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پوليسو له لوري ځورېدل، د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د کورونو تلاشي، د پوليسو له لوري د نيول کېدو پر مهال د رشوت او پېسو اخيستل او نیول، اقتصادي ستونزې او د کورونو لوړې کرایې هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې مېشت خبريالان ترې شکایت لري.












