پخوانۍ پاکستانۍ ډیپلوماټې ملیحه لودي د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د مخکښو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او جو بایډن سیاستونه یو بل ته ورته بللي دي. د ایرنا خبرې اژانس د راپور له مخې ملیحه لودي چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان لومړنۍ ښځینه استازې ګڼل کیږي د ټرمپ او بايډن بهرني سیاستونه یې سره ورته بللي او زیاته کړې یې ده، دوی دواړه غواړي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي ځکه اسیا د دوی لومړیتوب نه دی. نوموړې دغه راز ویلي چې د کرونا وبا له امله اټکل نشي کېدای چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې دې له توقع سره سمې ترسره شي. لودي زیاته کړې، که چېرته ټرمپ په ټاکنو کې ښې پایلې لاسته رانه وړي ښایي غیر مشروع یې وګڼي.











