د پروان امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د امینه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکين یار ويلي، چې د چاریکارو اړوند په جنګل باغ سیمه کې د یو موټر سیایکل او کرولا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له کبله یو تن مړ شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي. د پیښې ټپیان د اړوندو مسوولینو له لوري د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او پیښه د ترافیکو مدیریت له لوري تر څیړنو لاندې ده.











