د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د څه باندې ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارو د پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق وايي، چې د ټولنیز معیشت پروګرام له لارې د ۳ میلیونه ۵۵ زره افغانیو په لګښت ۴۰۰ متره سړک او ۲۱۰ متره فرعي کوڅې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي. ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه سړک د جوړېدو چارو د پیل هرکلی کوي او له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې په دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.










