د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د پروان ولایت په جبل السراج او سیدخېلو ولسوالیو کې د څه دپاسه ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۷۱ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې وسپارل شوې. د دغو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ویلي، چې دغه پروژې یې د خلکو لومړیتوبونو، اړتیا او د هغوی له خوښې سره سمې پلي کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به هم د ولسونو له اړتیا او لومړیتوبونو سره سمې پروژې پلي کړې دي. په دغو پروژو کې د کانکرېټي سړکونو جوړول، د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کېندل، د کرنیزو اوبو کانالونه، پلونو او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي. یاد وزارت ویلي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره په یادو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو شته ستونزې هوارې شوې دي.












