د پروان امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې یې سلګونه امنیتي کمرې نصب کړي دي. امنیې قومندانۍ په یوې خبر پاڼه کې ویلي، دغه کمرې د پروان په بېلابېلو ساحو لکه چاریکارښار، د پروان ـ بغلان او پروان ــ بامیان د لویو لارو په اوږدو کې نصب شوې دي. د پروان امنيه قومانداني په دې تړاو زیاته کړې، چې د لا زيات امنيت د تامين او د جنايي جرمونو د مخنيوي په موخه يې تر ٣٠٠ زياتې امنيتي کمرې نصب کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، په پلان کې لري د پنځو کلونو په موده کې په ټولو ولایتونه کې تر ۶۰ زرو زیاتې امینیتي کمرې نصب کړي.












