چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر تعلیمي او تحصلي ادارو خوره شوې وېره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 11, 2020
in تبصرې
0
بایډن له طالبانو سره هوکړه ختموي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پر کابل پوهنتون له برید وروسته په تعلیمي او تحصلي ادارو کې وېره خوره ده. له برید وروسته کابل پوهنتون ته ځینې محصلین نه ورځي او د ډېرو کورنیو په زړونو کې لا هم وېره ده او خپلو اولادونو ته په سختۍ پوهنتون ته د تګ اجازه ورکوي. له دې سره ځینو تعلیمي ادارو ته له معلومو او ځینو ته له نامعلومو آدرسونو ویل شوي چې له ګواښ سره مخ دي. نو ځکه نه یوازې تدابیر زیات شوي، بلکې زده کوونکي، محصلین، ښوونکي او استادان د وېرې احساس کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا ګواښ رښتیا هم جدي دی او ایا پر پوهنتونونو او ښوونځیو د بریدونو شونتیا شته او څنګه دا وېره ختمولی شو؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پر کابل پوهنتون له وحشیانه برید تر یوې اونۍ ډېر وخت تېریږي، خو لا هم څوک نه پوهېږي چې دا برید چا، څنګه او ولې وکړ؟ د دغه برید په تړاو ډېرې پوښتنې او شکونه لا هم پر خپل ځای دي. که څه هم حکومت طالبان په برید کې په لاس لرلو تورن کړي وو، خو تر ننه یې هېڅ داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د دوی دغه ادعا ثابته کړي. له بله اړخه حکومت آن په دې برخه کې پړو امنیتي مسوولینو ته نه سزا ورکړې او نه یې هم له دندو ګوښه کړي دي.

که څه هم ځينې کسان دا یوه داسې پېښه ګڼي چې د سیاسي موخو لپاره پلان شوې وه او د تکرار شونتیا یې نه ویني، خو تر هغو چې د دغه برید په تړاو پوښتنو او شکونو ته ځواب ونه ویل شي، سخته ده چې په ډاډ سره دې څوک ووايي چې دا ډول بریدونه به نه تکراریږي. د دغه برید او تر دې وړاندې پر کوثر ښوونیز مرکز د برید لاملین او موخې لا هم نه دي څرګندې، نو دا هم څرګنده نه ده چې دا به وروستی دغه ډول برید وي او که به تکراریږي.

خو د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره څه کېدلی شي؟

لومړی خو تر ګردو مهم کار دا دی چې د جګړې ښکېل اړخونه په دې اړه په صراحت او وضاحت سره خپل دریځ څرګند کړي. له نیکه مرغه پرون طالبانو همدا کار کړی او په دې اړه یې په یوه خپره کړې اعلامیه کې په واضح ټکو ویلي، چې دوی نه پخوا داسې کوم برید کړی، نه یې کوي او نه هم دا دوی د خپل ځان په ګټه چاره ګڼي. که څه هم طالبانو حکومتي کړۍ تورنې کړې، خو حکومت بیا یو مخ طالبان تورنوي چې دغه ډول بریدونه کوي. اوس د دې لپاره چې پر ښوونیزو او تحصلي مرکزونو باندې خوره وېره ختمه شي، خلک خپل ماشومان او ځوانان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولېږي، نو پکار ده چې ښکېل اړخونه نه یوازې واضح دریځ ولري، بلکې په دې برخه کې عملي ګامونه هم واخلي. حکومت که داسې څه لري چې په دغو بریدونو کې طالبان ښکېل دي، نو له خلکو سره دې یې شریک کړي او که یې نه لري، نو د وېرې خپرولو پر ځای دې خپله هڅه وکړي چې د ښوونیزو او تحصلي مرکزونو امنیت خوندي کړي او پرېږدي چې د علم ډیوې همداسې رڼاوې خورې کړي او د افغان زخمي وجود لپاره پټۍ جوړې کړي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال په بادغیس کې د پستې ۵۲۶ هکټاره نوي بڼونه جوړ شوي

Next Post

مه خپه کېږه!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
مه خپه کېږه!

مه خپه کېږه!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجینګ د چين او هند د لوړ پوړو قومندانانو د خبرو اترو د ۱۹م پړاو ناسته مثبته بللې

اگست 17, 2023
مولوي دلاور: چین دې د مس عینک استخراج پيل کړي

مولوي دلاور: چین دې د مس عینک استخراج پيل کړي

دسمبر 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved