سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر جوماتونو او علماوو برید، د وحشت تر ټولو کم سارې بېلګه!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 3, 2020
in تبصرې
0
پر جوماتونو او علماوو برید، د وحشت تر ټولو کم سارې بېلګه!
751
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تېر ماښام د کابل په نږدې تر ټولو امن سیمه وزیر اکبر خان جامع جومات کې چاودنه وشوه. دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې لمونځ کوونکي د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته له دغه جومات څخه د راوتلو په حال کې وو. د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه برید کې د یاد جومات د ملا امام مولوي محمد ایاز نیازي په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند طارق آرین وویل چې دغه چاودنه په جومات کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توګه له کبله رامنځته شوې ده. نوموړي دغه راز وویل چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي له چاودنې وړاندې خنثی کړي هم دي. که څه هم د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو طالباتو په دې چاودنه لاس رد کړي دي. په ورته وخت کې دغې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د اوسني ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون؛ اکثریت سیاستوالو، مشرانو، چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه پېښه غندلې او خواشیني یې پرې څرګنده کړې او دا برید یې د اسلام او سولې د دښمنانو کار بللی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې جمهور رييس مسوولینو ته د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه. دغه راز د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر ډاکتر ایاز نیازي او نورو لمونځ کوونکو برید د هېواد د سولې او ازادۍ د دوښمنانو کار دی چې غواړي په دغه ډول بریدونو سره د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا لومړی ځل نه دی چې پر علماوو، جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو په ډېر وحشت سره بریدونه او چاودنې کېږي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي، خو  له بده مرغه حکومت نه یوازې دا چې د دغه ډول پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی، بلکې پر دې نه دی توانېدلی چې د دا ډول پېښو عاملین ونیسي، افشا یې کړي، محاکمه یې کړي او ولس ته په ډاګه کړي چې دا بریدونه د چا او کومو کړیو کار دی.

د کابل تر ټولو امن سیمې وزیر اکبرخان جومات ته د چاودېدونکو توکو وړلو او هلته ځای پرځای کېدو ګڼې پوښتنې راپورته کړي چې حکومت او مسوول چارواکي یې باید په اړه ځواب ووایي. دا واضح ده چې دغه ډول بریدونه په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د سولې لپاره تر یوې کچې د باور فضا رامنځته شوې، د پردیو استخباراتي شبکو او د سولې او اسلام د دوښمنو کړیو کار دی، خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې بیا بیا د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راځي او خپل مسوولیت یوازې د خواشینۍ په څرګندولو او د پېښې د پلټنې په پلمه د پلاوي په ټاکلو سره له خپلو اوږو لرې کوي؟!

ولس نور د حکومت د ناغېړیو او دغه ډول پېښو د زغم توان  نه لري، دوی نه یوازې دا چې د دغه ډول بریدونو د عاملینو او جنایتکارو د نیول او علني محاکمه غواړي، بلکې حکومت او مسوول چارواکي باید ژر تر ژره لاس پر کار شي او په راتلونکي کې د دغه ډول جنایتکارو، اسلامیت، بشریت او افغانیت ضد کړیو د وحشتونو مخه ونیسي.

Previous Post

د افغانستان د وسله‌ وال پوځ تاریخ

Next Post

د امریکا د نړیوال سیاست پوهنتون(IWP) په یوه کم ساري اقدام کې د افغان محصل هارون حکیمي ستاینه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د امریکا د نړیوال سیاست پوهنتون(IWP) په یوه کم ساري اقدام کې د افغان محصل هارون حکیمي ستاینه کړې

د امریکا د نړیوال سیاست پوهنتون(IWP) په یوه کم ساري اقدام کې د افغان محصل هارون حکیمي ستاینه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان حکومت: پاکستان دې د پاروونکو کړنو مخنیوی وکړي

دسمبر 13, 2022
بایډن او اردوغان ناټو کې د سویډن پر غړیتوب ټلیفوني خبرې کړې دي

بایډن او اردوغان ناټو کې د سویډن پر غړیتوب ټلیفوني خبرې کړې دي

جولای 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved