چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر دوحه د اسرایيلو برید؛ منځني ختیځ‌ کې د امریکایي اډو پر حضور پوښتنې را ولاړې شوې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2025
in تبصرې
0
پر دوحه د اسرایيلو برید؛ منځني ختیځ‌ کې د امریکایي اډو پر حضور پوښتنې را ولاړې شوې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پر دوحې د اسراییلو وروستي برید چې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه پکې موقعیت لري، په سیمه کې جدي پوښتنې راپورته کړې دي. داسې اډې چې د «ملګرو» د ساتنې په نوم جوړې شوې، خو کله چې د عمل وخت راشي، نه یوازې د خپل حضور د توجیه وړتیا له لاسه ورکوي، بلکې د کوربه هېواد ملي حاکمیت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه برید یې ناسم بللی، خو اسراییل ټینګار کوي چې سپینه ماڼۍ له دې اقدامه مخکې خبر شوې وه. دا خبره لا زیات شکونه راولاړوي چې ایا واشنګټن واقعاً د خپلو اډو د کوربه هېوادونو د امنیت په اړه ژمنتیا لري، او که نه یوازې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره یې کاروي.
په عربي نړۍ کې اوس د امریکايي اډو د شتون او اړتیا په اړه پراخ بحثونه روان دي. په وروستیو درېیو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې پر قطر برید کېږي او واشنګټن په ظاهري توګه سترګې پرې پټې کړي. دغه بې‌پروايي د عربو هېوادونو تر منځ د دفاعي وړتیاوو په اړه وېره خپره کړې او شنونکي وایي چې امریکا د تېلو او انرژۍ اړتیاوو له امله د هغوی لاسونه تړلي، خپلې زړې وسلې پرې پلوري او هغوی یې د ځان په یوه مصرفي بازار بدل کړي دي.
له بده مرغه، پر دوحې د اسراییلو وروستي برید د هغه ګران ‌بیه رادارو له خوا کشف نه شو چې امریکا د قطر لپاره د فضا د څارنې په نوم پلورلی و. دا ناکامي ښيي چې د لوړو لګښتونو باوجود، دغه وسلې د ریښتینې دفاع تضمین نه شي کولای او یوازې د جګړو د بازار ګرم ساتلو وسیله ګرځي.
نن نړۍ په چټکۍ سره د نظامي کېدو پر لور روانه ده. د وسلو د تولید او پلور شرکتونو بازار تود شوی، ملګرو ملتونو خپل اهمیت له لاسه ورکړی او د هېوادونو ملي حاکمیت د بهرنیو قدرتونو تر سیوري لاندې ورځ تر بلې له ګواښونو سره مخ کېږي.
د دې ټولو شواهدو پر بنسټ، ښکاره ده چې نړۍ د وسلو د سوداګرۍ په یوه خطرناک فصل کې ننوتلې ده، چېرې چې ملتونه د امنیت تر نوم لاندې د جګړو د دوام وسیلې ګرځول کېږي. که نړیواله ټولنه په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، نه یوازې د جګړو لمبې به لا پراخې شي، بلکې د هېوادونو د ملي حاکمیت مفهوم به په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راشي.

Previous Post

سرپل؛ د کورنیو محصولاتو دویم نندارتون پرانیستل شوی دی

Next Post

د هېواد په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د هېواد په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړېږي

د هېواد په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين : په ۲۰۲۶م کال کې به یې اقتصاد له ٪ ۴.۵ تر٪ ۵ پورې زیاتوالی ومومي

چين : په ۲۰۲۶م کال کې به یې اقتصاد له ٪ ۴.۵ تر٪ ۵ پورې زیاتوالی ومومي

مارچ 5, 2026
غور کې د افغان پوسټ مدیریت نږدې ۵ میلیونه عواید راټول کړي

غور کې د افغان پوسټ مدیریت نږدې ۵ میلیونه عواید راټول کړي

جنوري 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ