د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي مرسته ۳۸ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس شېرعلي موزون وويل، دغه پروژې د څه باندې ٧٣ ميليونه افغانيو په لګښت د افغانستان ټولنيز ملاتړ او معيشت پروګرام له لارې جوړې شوي چې په آبشار او شتل ولسوالیو کې د اوبو رسولو، کرنې، ترانسپورټ، ساختماني او ټولنيزې مرستې شاملې دي. په همدې حال کې د پنجشېر اوسېدونکي خوښي څرګندوي او د رغنيزو پروژو د جلبولو او زرګونو ځوانانو ته د کار د زمينې په برابرولو کې د پنجشېر د والي د هلو ځلو هرکلى کوي.











