د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې، پاملرنې، ورلډ ویژن او سيارایس موسسو وروسته له هغه په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډ وخت لپاره ودرول چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد. د ناروې د کډوالو شورا د اسیا څانګې د اړیکو سلاکار کریسټین جیپسن ویلي چې د «اېنارسي» کارونه په افغانستان کې ځنډېدلي دي. هغه زیاته کړې چې دغه موسسه له خپلو ۴۷۰ افغان ښځینه همکارانو پرته کار نه شي کولی. د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې او پاملرنې موسسو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې خپل پروګرامونه ځنډوي. دغه راز د ورلډ ویژن موسسې هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډ مهال لپاره ودرول. دغه موسسه نجونو او هلکانو ته د ښه ژوند برابرولو برخه کې کار کوي.












