چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په اسلامي امارت کې دوې نوې شوراګانې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 26, 2021
in تبصرې
0
په اسلامي امارت کې دوې نوې شوراګانې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اسلامي امارت وايي چې د مشرانو شورا او عامه شورا د جوړولو پلان لري، خو ددې شوراګانو د جوړښت، څرنګوالي، صلاحیتونو او د غړو د ټاکلو په تړاو لا جزیات نه دي ورکړل شوي. امارت دا ګام له هغه وروسته اخلي چې د مشرانو او ولسي جرګې په ګ‍ډون یې د ‍ټاکنو، ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیونو، پارلماني چارو وزارت او څو نورو ادارو د لغوه کېدو پرېکړه وکړه.

پر اسلامي امارت لا هم تور دی چې واک یې انحصار کړی او آن له خ‍پل ځان پرته د نورو د مشورو اورېدو ته هم یو کارنده مېکانیزم نه لري. دا غو‍‍‍ښتنه پرله پسې کېدله چې ملي شورا دې د صلاحیتونو په بدلون سره له سره جوړه شي، څو د ولس استازیتوب وکړي، پر حکومتي چارو سالم نظارت ولري او چارواکو ته ګټورې مشورې ورکړي. ددې تر څنګ ددې غوښتنې یوه اساسي موخه دا هم وه چې په دې سره به له طالبانو ‍پرته نور خلک هم په دولتي چارو کې دخیل شي او ورسره به د واک انحصار را کم شي.‌

د اسلامي امارت دولتي جوړښت لا هم پوره معلوم نه دی، چې تر ګردو ستر لامل یې د اساسي قانون نشتوالی دی. اساسي قانون د یوه دولت جوړښت تعریفوي، خو چې امارت لا هم اساسي قانون نه لري، نو ځکه هر څه ګونګ دي. د دولتي جوړښت په اړه ډېر څه ګونګ دي. د دولت عمومي مشر( امیرالمومین) به څنګه ټاکل کېږي؟ څه ځانګړنې به ولري؟ کوم صلاحیتونه باید ولري؟ همداسې رییس الوزا او مرستیالان به یې څوک ټاکل کېږي؟ څه صلاحیتونه به لري؟ څه وخت عزل کېدلی ش‍ی او څوک یې د عزل صلاحیت لري؟ ددې تر څنګ اساسي قانون به څنګه جوړیږي او څوک به یې جوړوي؟ نور فرعي قوانین به څوک جوړي او څوک به یې د تایید او رد صلاحیت ولري؟ دا او دې ته ورته ګڼې پوښتنې دي چې لا هم د اساسي قانون د نشتوالي له امله یې ځوابونه واضح نه دي. تر اوسه داسې ښکاري‌ چې ‍ټول واک به د دولت له مشر سره وي، هغه چې د ټاکلو د څرنګوالي په تړاو یې معلومات نشته. مقننه قوه له منځه تللې او تقنیني صلاحیت یې کابینې ته لېږدول شوی دی. که څه هم د تقنین په برخه کې د عالمانو د شورا یادونه هم کېږي، خو لا په عمل‍ي ډول نشته.

اوس چې اسلامي امارت دوې شوراګانې جوړوي، دا هم یو ښه ګام دی. داسې ‍ښکاري چې د مشرانو شورا د مشرانو جرګې پر ځای او عامه شورا د ولسي جرګې پر ځای جوړیږي. سر له اوسه ښکاري چې ددې شورا غړي به انتصابي وي او دا شوراګانې به ډېر صلاحیتونه هم ونه لري. ددې لپاره چې دا شوراګانې کارنده وي، لږ تر لږه د حکومت پر کړنو د نظارت حق باید ورکړل شي. ددې تر څنګ اسلامي امارت باید اجازه ورکړي چې دې شوراګانو ته له طالبانو پرته نور خلک هم لاره ومومي. په دې سره به هم نور خلک په واک کې د ګډون احساس ‍‍پیدا کړي او هم به ورسره په کوردننه او بهر پر اسلامي امارت فشارونه کم شي.

Previous Post

د ځمکې کره څنګه وساتو؟

Next Post

نیویارک ټایمز: له افغانستان سره د امریکا د مستقیمې اړیکې اړتیا ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نیویارک ټایمز: له افغانستان سره د امریکا د مستقیمې اړیکې اړتیا ده

نیویارک ټایمز: له افغانستان سره د امریکا د مستقیمې اړیکې اړتیا ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته: زموږ په هېواد کې نیابتي جګړه ختمه کړئ

افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته: زموږ په هېواد کې نیابتي جګړه ختمه کړئ

مې 23, 2021
پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله ۶۳ تنه مړه شوي

پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله ۶۳ تنه مړه شوي

اپریل 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved