چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په افغانستان کې د نړیوالو پانګه ‌والو د جذب لپاره ځانګړې هڅې اړینې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 12, 2025
in تبصرې
0
په افغانستان کې د نړیوالو پانګه ‌والو د جذب لپاره ځانګړې هڅې اړینې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

افغانستان د امنیت په برخه کې د اوږدو جګړو وروسته یو نوي پړاو ته رسېدلی، چې دا حالت د نړیوالو پانګه‌والو لپاره د جذب یوه بې‌سارې موقع برابروي. د هېواد اوسنی امن او ثبات د دې وړتیا لري چې نه یوازې داخلي اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، بلکې د نړیوالو پانګه‌والو باور هم زیات کړي. دا یوه اړتیا ده چې د بهرنۍ پانګونې د مدیریت لپاره ځانګړې اداره په مؤثره توګه پیاوړې شي، څو د دې برخې ټولې اړتیاوې پوره کړي او د بهرنیو پانګه‌والو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د بهرنۍ پانګونې جلبولو لپاره یوازې امنیت کافي نه دی. د دې لپاره باید د مالي او تخنیکي اسانتیاوو چمتو کولو ته جدي پام وشي. د پانګه‌والو لپاره د وېزو او جوازونو په برخه کې ګړندي او شفاف خدمات اړین دي. همداراز، د پانګونې اړوند قوانینو ساده کول، د مالي خطرونو کمولو لپاره د تضمیني سیستم جوړول، او د صنعتي پارکونو او اقتصادي زونونو رامنځته کول هغه مهم ګامونه دي چې د نړیوالو پانګه‌والو باور جلبولی شي.
د افغان سرپرست حکومت مسؤلیت دی چې د بهرنۍ پانګونې لپاره باور رامنځته کړي او نړیوالو ته د افغانستان د امنیتي او اقتصادي فرصتونو په اړه یو مثبت انځور وړاندې کړي. حکومت باید د دې هدف لپاره یوه اغېزمنه ستراتیژي جوړه کړي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د باور جوړونې پروسه ګړندۍ کړي. د دې لپاره، د نړیوالو شرکتونو سره مستقیمې اړیکې او د نړیوالو کنفرانسونو په مرسته د افغانستان اقتصادي فرصتونه وړاندې کول اړین دي.
افغانستان د جغرافیوي موقعیت له مخې په سیمه کې یو ستراتیژیک هېواد دی. د دې هېواد طبیعي زېرمې، کرنیز ظرفیتونه، او اقتصادي امکانات هغه فکتورونه دي چې کولی شي نړیوال پانګه‌وال د دې هېواد د فرصتونو په لور جذب کړي. د دې لپاره باید افغان حکومت د خپلو قوانینو شفافیت او د پانګوالو د حقونو خونديتوب یقیني کړي. د نړیوالو پانګه‌والو جلبولو لپاره د باور فضا رامنځته کول او د دې باور پر بنسټ د پراخو اقتصادي پروژو پیلول، د هېواد اقتصادي پرمختګ ته نوې لارې هواروي.
سربېره پر دې، افغانستان باید د سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکارۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکړي. د منځنۍ آسیا هېوادونه، چین، روسیه، او ایران د افغانستان د بهرنیو اقتصادي اړیکو مهمې برخې دي، او په دې هېوادونو کې د پانګه‌والو لپاره د باور رامنځته کولو هڅې کولی شي د افغانستان اقتصادي وضعیت ته نوي بدلونونه راولي.
افغان سرپرست حکومت باید د بهرنۍ پانګونې د ودې لپاره په داخلي او نړیواله کچه یو جامع پلان جوړ کړي. دې پلان کې باید د پانګه‌والو لپاره ټولې اسانتیاوې شاملې وي، لکه د پروژو لپاره د ځمکې ځانګړې کول، د مالیاتو کمښت، د برښنا او اوبو تأمین، او په ګمرکي چارو کې د آسانتیاوو چمتو کول. همدارنګه، باید د اقتصادي قوانینو د تطبیق لپاره یو پیاوړی سیستم رامنځته شي، ترڅو د نړیوالو پانګه‌والو لپاره د باور فضا لا پیاوړې شي.
د پانګه‌والو لپاره د فرصتونو رامنځته کولو ترڅنګ، افغان حکومت باید په هېواد کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ او د نوښتونو د رامنځته کولو لپاره هم هڅې وکړي. دا به د نړیوالو پانګه‌والو لپاره د باور یوه بله ستره زمینه برابره کړي. په ځانګړي توګه د ځوانانو لپاره د روزګار فرصتونه زیاتول او د مهارتونو پراختیا ته ځانګړی پام کول، د افغانستان اقتصادي وده یقیني کولی شي.
په پای کې، افغانستان اوس په داسې یوه حالت کې دی چې د اقتصادي ودې لپاره ځانګړې او جدي هڅې غواړي. د بهرنۍ پانګونې اداره باید په دې برخه کې د نړیوالو معیارونو مطابق کار وکړي او په هېواد کې د نړیوالو پانګه‌والو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. دا نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته نوی ژوند بښلی شي، بلکې د هېواد د خلکو لپاره د سوکالۍ او پرمختګ فرصتونه هم زیاتولی شي. د نړیوالو پانګه‌والو د جذب لپاره اوسنی وخت ځانګړی ارزښت لري، او افغان سرپرست حکومت باید په جدي ډول په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي ترڅو افغانستان د اقتصادي پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي.

Previous Post

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Next Post

د ترکیې ۷۲۴ ټنه بشري مرسته هرات ولایت ته رسېدلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ترکیې ۷۲۴ ټنه بشري مرسته هرات ولایت ته رسېدلې

د ترکیې ۷۲۴ ټنه بشري مرسته هرات ولایت ته رسېدلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حقاني: شهزاده هري باوجدانه قاتل دی، محاکمه یې غواړو

حقاني: شهزاده هري باوجدانه قاتل دی، محاکمه یې غواړو

جنوري 7, 2023
ننګرهار کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

دسمبر 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved