د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې د جوړېدو اعلان کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان پرون د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په کتنه کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ځانګړې غونډې کوربه وي تر څو د افغانستان مسئلې ته د حل لاره ومومي او افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدولو ته زمینه برابره شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیر عبداللهیان او د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. تر اوسه په ایران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.











