سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په ایران کې د افغان کډوالو ضد کمپاین

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 6, 2022
in تبصرې
0
روژه او د نرخونو د کنټرول لانجه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په ایران کې د افغان ګډوالو د ځورولو او له دې هېواده یې په زوره د ایستلو یو پراخ کمپاین پیل شوی دی. که څه هم په ایران کې له وړاندې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی و، خو په دې ورځو کې په منظم ډول د افغانانو پر ضد ګامونه اخیستل کېږي. په ځینو سیمو کې دولت خلکو ته ویلي چې افغانانو ته به کور په کرایه نه ورکوي، ځای او کار به نه ورکوي، له هټیوالو او رسټورانټونو غوښتل شوي چې پر افغانانو ډوډۍ او نور توکي‌ ونه پلوري او له موټر چلوونکو هم غوښتل شوي چې افغانان انتقال نه کړي. له دې سره ایراني چارواکي له خپلو خلکو غواړي چې د افغانانو د استوګنې د ځایونو په اړه پولیسو ته معلومات ورکړي. ایراني حکومت هره ورځ زرګونه افغانان نیسي او په زور یې بېرته افغانستان ته راستنوي.

د افغان کډوالو پر ضد د ایراني رژیم دا وروستۍ هڅې د ټولو اسلامي او نړیوالو بشري قوانینو او د ښه ګاونډیتوب خلاف کار دی. دوی له یوه اړخه د اسلام او ‍ښه ګاونډیتوب شعارونه ورکوي، له بله اړخه بیا له افغانانو سره په چلند کې دا دواړه تر پښو لاندې کوي. ایراني چارواکي وايي، هېواد یې د پینځه میلیونه افغان کډوالو کوربه دی، خو ورسره دا نه وايي‌ چې دوی په پینځو میلیونو کډوالو کې یې پینځو ته هم د مسلمانانو او انسانانو په سترګه نه دي کتلي او هغسې چلند یې ورسره نه دی کړی چې یو کډوال ورته اړتیا لري، نړیوال قوانین یې غواړي او تر دې مهمه ده چې د اسلامي ارزښتونو او ښه ګاونډیتوب اړتیا ده. دوی هره ورځ له ځورولو سره مخ دي‌ او په وېره شپې او ورځې تېروي. ځینې یې زندانونو ته اچول کېږي او ځینې یې په داسې حال کې په زوره له ایرانه ایستل کېږي چې آن هلته د خپلو پیسو او شتمنیو د را اخیستو وخت هم ورته نه ورکول کېږي. اوس هره ورځ زرګونه کورنۍ چې پکې ښځې او ماشومان هم وي، په زوره افغانستان ته را اړول کېږي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د اوس لپاره اسلامي امارت ته په کار ده چې له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي او له هغوی وغواړي چې له افغانانو سره دا ناوړه چلند ودروي. ددې تر څنګ هغوی چې هېواد ته را ستنېږي یا په زوره را ایستل کېږي،‌ دلته باید ورسره مرستې وشي او تر هغو چې په افغانستان کې د دوی ژوند عادي کېږي، په پرله پسې ډول باید ورسره همکاري وشي. د کډوالو نړیوال سازمان ته هم پکار ده چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي او تر څنګ یې په افغانستان کې له را ستنېدونکو او په زوره له را ایستل کېدونکو سره مرستې وکړي او منظم پروګرامونه ورته ولري.‌

د اوږدې مودې لپاره اسلامي امارت ته پکار ده چې د کډوالو د بېرته را ستنېدو په اړه یوه جامع تګلاره ولري. ددې تر څنګ دوی باید په افغانستان کې کورنی سیاست داسې کړي چې افغانان بېرته خپل هېواد ته راشي او نور له دې کډوالۍ او ذلته خلاص شي.‌

 ‌

Previous Post

امریکا: که نوی حکومت د رسمیت په لټه کې وي، پر ژمنو دې عمل وکړي

Next Post

د شپې داستان خپرونه | ناول: اطرافي | لومړۍ برخه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د شپې داستان خپرونه | ناول: اطرافي | لومړۍ برخه

د شپې داستان خپرونه | ناول: اطرافي | لومړۍ برخه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غزني کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

غزني کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

جولای 22, 2024
اوچا: افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

اوچا: افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

اپریل 6, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved