سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په جمهوریت او امارت کې ګیر ولس

لیکوال: بخت الله بیان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 17, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امریکایانو ته د طالبانو پرانیستی لیک؛ تاسې ووځئ، موږ افغانان خپلو کې سره جوړېږو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانان له څلورو لسیزو څخه زیات د جنګ کرغېړنه تجربه ویني، چې په دې غمیزو کې یې یو نسل د جنګ او جګړې د باروتو په تورو لوخړو کې له منځه لاړ او دویم نسل یې هم عملاً د جنګ تریخ حقیقت تجربه کوي. د همدغو جګړو په پایله کې مو دوه نسلونه د پوهې، مدنیت، روغتیا او د نوې ټکنالوژۍ له دور څخه ډېر شاته پاتې شول. همدغو جنګونو او جګړو مو ماشومان او ځوانان ذهناً او روحاً ناارامه او فکرونه یې د جنګ کرغېړنې څپې منزوي او محشوشه کړل. ځوانانو مو د ژوند د اساسي کارونو پر ځای پر نورو او د پردیو په اشاره او لمسون بې هدفه مزل غوره کړ، د سیمو هېوادونو هم د دوی له ځوانۍ څخه د یوه سپر په توګه کار واخیست. د ښوونځي، پوهنځي او مدرسې پر ځای یې پر داسې ناوړه لارو روان کړل، چې په پایله کې همدوی خپله لار ورکه کړه او په ناسمه لار بېرته د دښمن په لومو کې ورولوېدل.

شومو دښمنانو دوی ته د انسانیت پر ځای وحشت، د دوستۍ پر ځای دښمني او له خپل هېواد سره د مینې پر ځای یې د خپل هېواد ورانول ور زده کړل. نوي ځوانان چې د ځوانۍ په نشه کې مست وو، په خپلو ځانګړو روزنځایونو کې د هېواد پر ضد وروزل او بیا یې د هېواد پر ضد استعمال کړل، چې په پایله کې هېواد ته جنګونه، وحشتونه، بربریتونه او مرګونه په برخه شول او څلويښت کاله یې افغانان په خپلو کې سره په جګړه کړل. دوی ورته د یوه لوبڅار په توګه وکتل او د افغانانو له جنګ او وژلو څخه یې خوند واخیست.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

له بل لوري ملکي وګړي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې راګیر دي، تل د دواړو لوریو لخوا ګواښل کېږي، تهدیدېږي او وژل کېږي. د دوی له کورونو او کلیو څخه پټنځایونه جوړ شوي او د سپر په توګه ورڅخه کار اخلي، چې دې کار د ملکي وګړیو ژوند تریخ کړی او د مرګ او ژوبلې په شمېر کې یې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ننه جګړې دومره خونړۍ بڼه غوره کړې، چې په خپل وخت کې بې‌ساري بلل شوې ده.

د ملکي وګړو د نه خوندیتوب له امله حقوقو بشر، د افغانستان لپاره د مرستندویه ادارې یا یوناما او هم داخلي چارواکو خپلې اندېښنې ښودلې دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانانو تمه درلوده چې په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه به د سولې او اوربند په رامنځته کېدو سره بنده شي او یا به هم لږ تر لږه د اوسنۍ جګړې په ګراف کې د ټیټوالي لامل شي، خو د میاشتو په تېریدو د افغان سولې بهیر نه یوازې پڅ او بې برخلیکه پرمخ روان دی، بلکې یادې چارې د سولې په پروسه کې نوي درزونه هم راپیدا کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د سولې مرکچې پلاوي غړي عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو، چې «د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ ولسمشر محمد اشرف غني دی او که غني استعفا وکړي، د اوربند او سولې خبرو راتګ حتمي دی.»

خو ځینو سرچینو بیا ویلي چې د ننه په هېواد کې ځینې سیاسیون د موقت حکومت نغاره هم ډنګوي او دوی بیا د موقت حکومت غوښتونکي دي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې  «د ولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلي ده او ولسمشر محمد اشرف غني به د خپلې پنځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته واک هغه چا ته وسپاري، چې د افغانانو د رایو پر اساس وټاکل شي.»

دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه لویه غوغا جوړه کړه، ځینې په جمهوریت، ځینې بیا د موقت حکومت او ځینې نورو بیا په امارت کې خپل ځانونه ویني. د هرې یوې ډلې او پلویانو بلې ته په ښکنځلو او بد رد ویلو خوله خلاصه کړې وه.

اوس که د دواړو لوریو لخوا د سولې فضا همدغسې خړه پړه وي؛ دا به نه یوازې دا چې د دواړو لوریو دا ډول څرګندونې به د سولې روان بهیر ته زیان واړوي، بلکې پر دغه ملي پروسه ښايي منفي سیوری هم وغوړوي او یا یې هم په بشپړه توګه زیانمنه کړي. دا ډول ناوړه چاره کولای شي، څو د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې نويو درزونو، خنډونو او نويو بن‌بستونو د رامنځته کېدو لامل شي.

پکار دا ده چې د روانې خونړۍ جګړې چې زور یې ټول له ملت خېژي، د حل لپاره یو صادقانه ګام واخیستل شي. ښکېل اړخونه له خپلو غوښتنو تېر شي او نور د خدای لپاره په دغه ځورېدلي ولس رحم وکړي. که ښکېل اړخونه د خپل ولس د برخلیک پر ځای د نورو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او خپلې ګټې د نورو په ګټو کې خوندي ويني، دا ارمان یې نیمه خواه دی، هېڅکله به یې دا ارمان پوره نه شي، دا هرڅه زموږ تاریخ ثابت کړي.

په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې او ثبات په هیله!

Previous Post

تاسې د خپل ځان رییس یاست

Next Post

طالبان وایي، جګړه د حل لار نه ده، امریکا دې پر هوکړه عمل وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
طالبان وایي، جګړه د حل لار نه ده، امریکا دې پر هوکړه عمل وکړي

طالبان وایي، جګړه د حل لار نه ده، امریکا دې پر هوکړه عمل وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له افغانستان د ځواکونو؛ ایستلو پلوی متقاعد جنرال د پنټاګون مرستیال ټاکل شوی

له افغانستان د ځواکونو؛ ایستلو پلوی متقاعد جنرال د پنټاګون مرستیال ټاکل شوی

جون 11, 2020
ولسمشر غني:طالبانو ته به پر لښکرګا برید ډېر ګران تمام شي

ولسمشر غني:طالبانو ته به پر لښکرګا برید ډېر ګران تمام شي

اکتوبر 12, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved