سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

تاسې د خپل ځان رییس یاست

ژباړه: امان الله حنیفي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 17, 2021
in روغتیا او ژوند
0
تاسې د خپل ځان رییس یاست
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بریالي کسان د خپلو مهمو کارونو د تر سره کولو لپاره د نظم او ترتیب په رعایت کولو سره سخت پابند دي او هغوی ځان تنظموونکي کسان دي. هغوی نه یوازې د دې کار لپاره چې دوی یې تمه لري، بلکې د هغه کار لپاره چې ښه ده تر سره یې کړي هم ځان تشویقوي. همدا تګلاره ده چې هغوی یې له متوسط، ښه او له ښه، ډېر ښه ته رسولي دي. همدا دلیل دی چې د دې دنیا مزد هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې هغوی کوښښ کوي هغه کارونه تر سره کړي چې نور یې د تر سره کولو لپاره هېڅ لېوالتیا نه ښيي.

«زما په نظر، نظم او ترتیب یانې د هغو کارونو تر سره کولو ته ژمن پاتې کېدل، چې موږ یې باید تر سره کړو.»

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

مارک تېرل وايي: «کلونه کېږي چې پوه شوی یم، ځان تنظموونه یو نامرئي جادو دی. تاسې نه شی کولای چې هغه ووینی، لمس یې کړی او یا یې هم بوی حس کړی؛ خو د هغه اغېز بیا بیخي زیات دی. ځان تنظیمونه کولای شي چاغوالی پر ډنګروالي، خموالی پر راسته والي، بې خبري پر تخصص، فقر پر شتمنۍ او بدبختي پر خوشالۍ بدله کړي.»

ټول د نورو بریاوې ویني، خو دې ته بیا ۹۰ په سلو کې توجه نه کوي چې هغه څه نه ویني، چې د دې بریا لامل شوي او په اصل کې هماغه څه ۹۰ سلنه د دې بریا لامل شوي دي. په همدې دلیل کله چې خلک ورزشي اتلان او هنرمندان ګوري، له ځان سره فکر کوي چې ای کاش ما هم دا اتلولي خپله کړې وی. په داسې حال کې چې د دې پر ځای ښه ده چې ووايي: ای کاش زه هم د هغوی په شان بانظمه او ډيسپلینه وای.

څنګه مو د منظم اوسېدو وړتیا پياوړې کړو؟

تېرل وايي: «ډېری خلک ژوند لکه د یوې کوټې په څېر داسې ویني، زه هم داسې تصور کوم چې هغوی په حقه دي. خلک ځای‌پر‌ځای کېني او دې ته په تمه وي چې نور یې نومونه واخلي؛ خو داسې نه ده او نه به هېڅ وخت داسې وشي چې بریا د په موږ پسې تاو شي او موږ نه شو کولای چې په اتفاقي ډول یو لوی څه لاس ته راوړو. دا په یاد لرئ چې د هر ارزښتمن څیز په لاس راوړل ډېر زحمت غواړي.»

د خپلو غوښتنو تر لاسه کول پرله‌پسې هڅو، وخت، انرژۍ او کلکې ژمنې ته اړتیا لري. ځان تنظیمونه دا هرڅه ممکن کوي او تاسې تر بریا رسوي او تر ټولو ښه خبره دا ده چې ځان تنظیمونه هغه څه دي چې تاسې کولای شی هغه لا پياوړې کړی او دا هم مهمه نه ده چې تاسې د ذاتاً له دې وړتیا سره دنیا ته راغلي وی.

دا چې تاسې له دې سره مینه لری، څو مو د خپل نظم او ترتیب قدرت د پياوړتیا شاهدان و اوسی، ښه ده چې لاندې سپارښتنې په ښه ډول عملي کړئ:

۱ـ په دې پوه شئ چې کوم څیزونه مهم دي

زه په دبیرستان کې یو ښه زده کوونکی نه وم، یوازې دا مې غوښتل چې د خپلوانو کره لاړ شم او له هغوی سره باسکیټبال وکړم. زما په څېر نورو ټنبلو زده کوونکو ځینو نورو ته دا فرصت په لاس ورکړی چې هغوی په ټولګي په ښو نمرو مخکې راشي. په هر صورت، کله چې بیا ښوونځي ته لاړم، هرڅه بدلون وکړ. لومړی پر یوه منظم زده کوونکي بدل شوم، چې په دې سره مې د ښوونځي د مدیر توجه راجلب کړه. څه رامنځ ته شول؟ له هغې لحظې چې ښوونځي ته داخل شوم، پوه شوم چې د هغه څه تر سره کولو لپاره چې زه یې په ژوند کې تر سره کول غواړم، باید ځان چمتو کړم. ما یو هدف درلود او پوهېدم چې د څه څه لاسته راوړل ما ته اهمیت لري. نور مې بې هدفه پوښتنې نه کولې، په ټولګي کې مې د منظم فعالیت او مطالعې کولو عادت په ځان کې پياوړی کړ، له لایقو زده کوونکو سره مې اړیکې پيدا کړې او پر خپل راتلونکي مې تمرکز زیات کړ. هرڅه بدلون وکړ او د ځان په منظموالي مې شروع وکړه.

په دې اخرو کې مې د براین ټریسي مقاله لوسته، هغه لیکلي وو: «په سلو کې ۹۷ سلنه امریکایان هڅه کوي چې له روښانه هدفونو پرته، ځانګړی او ایډیال ژوند وکړي. هغه دغه غوښتنه یو نالیدلي هېواد ته د لارې له نقشې پرته له سفر کولو سره تشبیه کوي. دا یوه جالبه مقایسه ده. که غواړو چې هغه هېواد ته لاړ شو، باید لومړی هغه وپېژنو او بیا د لارې نقشې له مخې خپل سفر پيل کړو.»

۲ـ نور بهانې لټول پرېږدئ

که نظم او ترتیب هسې وپېژنو چې موږ به په ژوند کې مطلوب ځای ته ورسوي، نور به بهانې لټول پرېږدو او باوري به شو چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره څومره ډېرې لارې چارې شته. دلته درته د ځینو هغو بهانو بېلګې راوړو، چې ممکن څو څو ځلې تاسې هم کړې وي:

  • له نوي کال وروسته یې پیلوم؛
  • نه غواړم چې په یوازې ځان دا کار تر سره کړم؛
  • د ژوند ملګری به مې ملتیا ونه کړي؛
  • کله مې چې ښوونځی خلاص شي، دا کار کوم؛
  • کله چې د ماشومانو ښوونځی شروع شي، دا کار بیا کوم؛
  • کله مې چې ډېره انرژي لرله بیا دا کار کوم؛
  • کله چې هوا ښه شوه بیا یې شروع کوم؛
  • کله چې یوڅه وزګار شوم بیا به ګورم؛
  • سبا دا کار کوم؛
  • کله چې سپين ږیری شوم بیا دا کار کوم؛
  • وزن مې ډېر زیات دی، کله مې چې وزن کم شو بیا دا کار کوم؛
  • زما عمر تېر دی؛
  • زه ډېر بې تجربې یم؛
  • ډېر ستړی یم؛
  • نه پوهېږم څنګه یې پيل کړم.

ما دا ټولې بهانې کړې دي، خو په یوه یې هم افتخار نه کوم. که تاسې هم دا او یا دې ته ورته بهانې کوی، هیله ده نور یې پرېږدئ.

۳– د خپلې خوښې وړ کار وروسته سرته رسولو ته په تمه مه پاتې کېږئ

که په ګوګل کې د بریا رازونه وپلټی، په یوه ثاینه کې به تقریباً ۶۷ میلیونه لارې چارې ستاسې مخ ته راشي. بېلابېلو کسانو د تلپاتې بریا په اړه لیکل کړي دي. لنډه دا چې ویلی شم د بریا پر رازونو پوهېدل کوم ستونزمن کار نه دی، خو ستونزمن کار بیا پر هغه عمل کول دي.

د بریا په تر لاسه کولو کې زموږ فرهنګ چندانې مرسته نه شي کولای، هغه مشهوره خبره چې څو څو وارې مې اورېدلې ده، دا ده چې وايي، پر هغه څه عمل وکړئ چې ستاسې احساس یې د تر سره کولو امر درته کوي؛ خو که دې مینې لرلو احساس ونه کړو، بیا څه؟ ایا الهام ته باید منتظر و اوسو؟ هر باتجربه لیکوال کې تاسې وپوښتی درته وايي، کله چې له یوڅه سره مینه لری او یا د هغه په اړه کوم احساس نه لری، هماغه وخت یې په اړه لیکل وکړئ.

هرڅوک په یوه یا څو برخو کې کمزوری وي او بیا په هماغه برخو کې نظم او ترتیب رعایتول ورته یوڅه ستونزمن وي. زما په اړه، ښه غذايي رژیم او ورزش کول هغه موارد وو چې زه یې په رعایت کې کمزوری وم. نو څنګه کولای شم مخکې له دې چې له یوڅه سره مینه ولرم، د هغه لپاره لاس پکار شم؟

  • د عمل نه کولو پایلو په اړه باید فکر وکړم
  • د کار په ښه ډول تر سره کولو لپاره یوازې په نن ورځ تمرکز وکړم
  • په کمزورو نقطو د کار کولو مسوولیت ومنم او له نورو سره مرسته وکړم.

ما هېڅوک داسې نه دي لیدلي چې دوی دې فردي نظم ولري او بیا یې دې هم حواس ډېر وخت تیت او پرک وي. بریالي انسانان خپل وخت کټه‌ګوري کوي. هغوی پوهېږي چې څنګه خپل وخت مدیریت کړي او دې پایلې ته رسېدلي چې د ژوند هره دقیقه یې څومره ارزښت لري.

Previous Post

امریکایانو ته د طالبانو پرانیستی لیک؛ تاسې ووځئ، موږ افغانان خپلو کې سره جوړېږو

Next Post

په جمهوریت او امارت کې ګیر ولس

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
امریکایانو ته د طالبانو پرانیستی لیک؛ تاسې ووځئ، موږ افغانان خپلو کې سره جوړېږو

په جمهوریت او امارت کې ګیر ولس

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران په تهران کې د برېتانیا سفیر احضار کړی

ایران په تهران کې د برېتانیا سفیر احضار کړی

جنوري 12, 2026

د نايجريا د طبيعي ګازو د برېښناکوټ جوړونه د چيني تصدۍ لخوا پيل شوه

اگست 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved