طالبانو یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایانو په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو، روزونکو او مشاورینو پر وتلو ټینګار کړی دی. طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي. په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي. دې جګړې نه یوازې افغانان له بحران سره مخ کړي بلکې امریکا ته یې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. طالبانو ادعا کړې ده چې دوی مذاکرات د ټولو اصولو مطابق مخته وړي دي او غوښتنه یې دا ده چې امریکایي او ټول بهرني سرتېري باید له افغانستان څخه ووځي او دغه راز ډاډ یې څرګند کړی دی چې افغانان په خپل منځ کې دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.












