چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په خوست کې د CIA ملېشې لا هم جنایت کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 29, 2021
in تبصرې
0
د کورنۍ جګړې خطر رښتیا هم جدي دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د خوصت په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ځواکونو عملیات کړي، چې پکې یې ۱۵ ملکي وګړي شهیدان کړي دي. سیمه‌ییز خلک وايي چې په سیمه کې نه جګړه وه او نه طالبان، خو دغو ځواکونو بریدونه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۵ ملکي وګړي شهیدان کړي دي. سیمه‌ییز خلک دغه راز وايي چې دغو ځواکونو د خلکو څو کورونه هم په بمونو نړولي دي. پرون په ټولنیزو رسنیو د شهیدانو او په ځانګړي ډول ماشومانو تصویرونه خپاره شول، چې ډېر زړه بوږنوونکي وو.

په خوست کې د کمپاین په نوم ځواکونه چې د خوست ساتنې ځواک (KPF) یې رسمي نوم دی، په ظاهره د افغان ځواکونو په چوکاټ کې دي، خو د دغو ځواکونو روزنه، تجهیز، معاش او رهبري ټول د امریکا د استخباراتو لخوا کېږي. د خوست د والي، امنیه قوماندان او نورو چارواکو په ګډون هېڅوک د دغو ځواکونو د جنایتونو او کړنو په اړه نه ځواب ویونکي دي او نه هم پوهېږي چې دا ځواکونه ولې دا کړنې کوي. دوی ان نه پوهېږي چې د دې ځواکونو مشر  څوک دی او چېرته اوسېږي. ان دا خبره هم کېږي چې په کابل کې چارواکي نه پوهېږي چې د دې ځواکونو مشر څوک دی او چېرته اوسېږي. له همدې امله هر وخت چې دا ځواکونه عملیات کوي، وحشت کوي، خلک وژني او نورې ورانۍ کوي، چارواکي پټه خوله وي او په اړه یې څه نه وايي.

کمپاین ځواکونه د سي ای اې هغه وحشي قراردادي قاتلین دي، چې په هېڅ ډول یې نه قومانده افغاني ده او نه هم د افغان ځواکونو برخه دي. د دوی کړنې او فعالیتونه یوازې د امریکايي ګټو د خونديتوب لپاره دي او دوی ته مهمه نه ده چې څومره او څه ډول جنایت کوي. دوی ته دا هم مهمه نه ده چې د دوی کړنې له امنیت او که له ناامنۍ سره مرسته کوي، خو چې هر څه ورته د سي ای اې لخوا وویل شي، همغه کوي او بیا د خپلو جنایتونو په اړه ځواب ویونکي هم نه دي.

اوس باید د دغو ځواکونو جنایت ته په غبرګون کې په دولتي چارواکو د نیوکې تر څنګ اصلي ګوته سي ای اې او امریکا ته ونیول شي، ځکه دا جنایت د دوی ملېشه ځواک کوي چې حکومت پرې کنټرول نه لري. امریکا باید د خپلو ملېشو او پټو تشکیلاتو د جنایتونو په اړه ځواب ووايي او ټول خلک باید د امریکا پر ضد غږ پورته کړي. اوس چې د سولې خبرې هم روانې دي، د امریکايي ځواکونو د وتلو تر څنګ باید د سي ای اې د دې ملېشو د حضور په اړه هم جدي بحث او پرېکړه وشي. د دې ځواکونو یوازې جنګیالي افغانان دي، خو اوس یې هم روزونه، معاش، قومانده او هر څه د سي ای اې په لاس کې دي. له همدې امله موږ باید د دې جنایتونو اصلي سرچینه چې امریکا او د امریکا استخباراتي او نظامي حضور دی، هېر نه کړو او پر وړاندې یې په ټول توان ودرېږو.

Previous Post

په خوست کې د کمپاین ځواکونو د عملیاتو له امله اوولس ملکیان وژل شوي

Next Post

احمدي: د کابل په صنعتي نندارتون کې د ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
احمدي: د کابل په صنعتي نندارتون کې د ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي

احمدي: د کابل په صنعتي نندارتون کې د ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران: د افغانستان نوی حکومت دې د افراطیت مخنیوی وکړي

ایران: د افغانستان نوی حکومت دې د افراطیت مخنیوی وکړي

مې 16, 2022
ځاځي اریوب کې د کتابونو او هنري تابلوګانو نندارتون جوړ شو

ځاځي اریوب کې د کتابونو او هنري تابلوګانو نندارتون جوړ شو

جون 22, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved