چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په دوحه کې د خبرو پر اجنډا بحث؛ تمې او واقعیتونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 9, 2020
in تبصرې
0
د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله پرون ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ به په دوحه کې جدي بحثونه پیل شي. نوموړي ویلي وو چې دواړو لورو یو د بل نظرونه اورېدلي او سلا مشورې روانې دي. عبدالله زیاته کړې وه؛ ټول خلک تمه لري چې اوربند وشي، خو دا چاره وخت او حوصلې ته اړتیا لري. په دوحه کې د طالبانو او حکومت ټیمونو هغه موضوعات یو له بل سره شریک کړي، چې دوی غواړي په بین الافغاني خبرو کې پرې بحث وشي، خو نن به دواړه اړخونه پر دې بحث وکړي چې په اجنډا کې څه را شي او له څه او لومړی تمرکز پر کومو ټکو وشي.

په دوحه کې پر اجنډا بحثونه په داسې وخت پیلېږي چې دواړه لوري د خلکو او په ځانګړي ډول بهرنیانو تر ژور فشار لاندې دي، چې د سولې په چاره کې انعطاف وښيي، پرمختګ او جوړجاړی وکړي. دواړه لوري غواړي چې د خپلې خوښې موضوعات اجنډا ته داخل کړي، خو دواړه لوري داسې موضوعات هم یادوي چې موخه یې اجنډا ته داخلول نه دي، بلکې په مقابل لوري فشار دی چې غواړي پرې خپل اصلي موضوعات په اجنډا کې ومني. طالبان د پاتې بندیانو خوشې کول، د نظام ډول، اساسي قانون، د اوسني حکومت د برخلیک مسئله او ځینې نور مسایل اجنډا ته داخلول غواړي، خو حکومتي ټیم غواړي چې اوربند، د پاتې حکومتي بندیانو خوشې کول، د طالب جنګیالیو برخلیک، له طالبانو سره د بهرنیو جنګیالیو شتون او ځینې نور موضوعات په اجنډا کې راولي.

 په دې چاره کې ځینې مسایل داسې دي چې سخته ده چې دواړه لوري یې دې یو له بل سره ومني. له همدې امله پر اجنډا بحثونه به هم لانجمن وي او هم به وخت واخلي. له بله اړخه تر اوسه پورې هم دا هڅه روانه ده چې د لانجمنو مسایلو په مطرح کولو او یا لانجمنو مسایلو ته په لومړیتوب ورکولو سره د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ شي. تر اوسه پورې هم په ارادو او نیتونو کې ستونزې شته، نو ځکه به په قصدي او شعوري ډول د فضا د خرابولو او د خنډونو د جوړولو هڅه کېږي. له همدې کبله هغوی چې په رښتیا سوله غواړي او دې ته لوالتیا لري چې په دې پروسه کې خنډونه جوړ نه شي او ښه پرمختګ وکړي، نو ټول تمرکز یې باید پر دې وي چې هغه مسایل لومړیتوب ولري چې دواړه اړخونه غواړي په اجنډا کې وي او یا هم په اجنډا کې راوستل یې ډېر لانجمن نه وي. له همدې کبله پیل باید له هغو ټکو وشي چې په هغو کې ستونزې او اختلافات کم وي. له بله اړخه دواړه لوري باید درک کړي چې د ستونزې د حل لپاره پکار ده چې پر هر څه بحث وشي، نو ځکه باید ټول هغه مسایل اجنډا ته راشي چې په اړه یې اختلاف دی. که پر اختلافي مسایلو بحث ونه شي، اختلاف حل نه شي، نو ستونزې به همداسې پر ځای وي. له همدې امله دواړه اړخونه باید پر ټولو اختلافي مسایلو بحث ته تیار وي، حوصله وکړي، له ګډو او هغو ټکو پیل وکړي چې پرې کم اختلاف دی او بالاخره دواړه لوري باید ومني چې دوی له جوړجاړي او سولې پرته بله لاره نه لري او همدا لاره د خلکو اساسي غوښتنه هم ده.

Previous Post

د براون پوهنتون څېړنه؛ د ټرمپ دوره کې د ملکيانو تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

Next Post

ګلکسي اېس۲۱ له ګلکسي اېس۲۰ څخه ۱۵۰ ډالر ارزانه دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ګلکسي اېس۲۱ له ګلکسي اېس۲۰ څخه ۱۵۰ ډالر ارزانه دی

ګلکسي اېس۲۱ له ګلکسي اېس۲۰ څخه ۱۵۰ ډالر ارزانه دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پیسو نړیوال صندوق: کرونا به نړۍ له بې ‌ساري اقتصادي بحران سره مخ کړي

د پیسو نړیوال صندوق: کرونا به نړۍ له بې ‌ساري اقتصادي بحران سره مخ کړي

اپریل 10, 2020

شي جين پينګ هانکانګ ته ورسېد

جون 30, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved