په غزني ښار کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګازو له امله ۴ کسان مړه شوي او يو کس چې ژوندی پاتې شوی په روغتون کی تر درملنې لاندې دی. پېښه پرون شپه ناوخته د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په درېیم پلان سیمه کې شوې ده. د غزني د امنيې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي وايي، تېره شپه په یاده سیمه کې پنځه کسان د ډبرو سکرو بخارۍ له امله ګاز نيولي چې څلور کسان مړه شوي او یو کس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى. هغه وايي، د عبدالصبور په نوم کس چې د کور څښتن دیله پېښې ژوندی وتلی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د هغه په خبره، په مړو شوو کې دوه ځوانان د یوې او دوه ځوانان د بلې کورنۍ دي چې خپل منځ کې د تره زامن کېدل.












