سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په غور کې د خوړو د وېش پر سر لاریون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 10, 2020
in افغانستان, اقتصاد
0
په غور کې د خوړو د وېش پر سر لاریون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
665
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په غور کې د ډوډۍ د وېش پر سر اختلافات رامنځ ته شوي، وروسته دا اختلافات په لاریون اوښتي او لاریون په تاوتریخوالي بدل شوی دی.

په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه د نظر اختلاف دی. کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د لاریون کوونکو په لیکو کې وسله وال ځای پر ځای شوي وو او دوی هڅه کوله چې د امنیتي تاسیساتو ترڅنګ پر ولایت مقام هم برید وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د حکومتي ځواکونو له لوري پر لاریون کوونکو برید غندلی دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د کرونا ویروس له خپرېدو سره هممهاله حکومت په ولایتونو کې د عامو بېوزلو وګړو لپاره د ډوډۍ د وېش پروګرام پیل کړی دی. دغه پروګرام سره له دې چې ګټور دی، خو په ټوله کې له نیوکو سره هم مخ شوی دی. خلک شکایت لري چې په دې پروسه کې عدالت په پام کې نه دی نیول شوی او پراخ فساد پکې رامنځ ته شوی دی. د دغو نیوکو تر ټولو مهمه بېلګه د غور ولایت و. په دغه ولایت کې پرون په همدې تړاو لاریون شوی و. لاریون کوونکو ویل چې حکومت بېوزلو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیل کړې، خو د دغه پروګرام په مدیریت کې ناکام دی. د دوی په وینا، حق حقدار ته نه رسېږي، فساد موجود دی او لا هم زرګونه کورنۍ په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.

لاریون پرون د غور په مرکز کې وشو، تر لږ ساعت وروسته د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ لاریون پر تاوتریخوالي واوښت. ویل کېږي چې لاریون کوونکو د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ پر تاسیساتو د ډبرو ګزارونه کول. له دې وروسته د امنیتي چارواکو په وینا، پولیسو هم هوایي ډزې کړې چې په پېښه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی ګل زمان نایب وایي، په پېښه کې اووه کسه مړه شوي او څوارلس نور ټپیان دي. د غور د والي ویاند محمد عارف عابر بیا وایي چې په پېښه کې دوه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا د لاریون په اړه بل ډول څرګندونې کوي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، غیر مسوولو وسله والو له لاریون په استفادې خپل کسان د لاریون کوونکو په منځ کې ځای پر ځای کړي وو او دوی پر امنیتي ځواکونو برید کړی دی. د ده په خبره، امنیتي ځواکونو یې په ځواب کې هوايي ډزې کړې دي چې لاریون کوونکو ته تلفات اوښتي دي. ارین همدا راز وایي چې په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او لس کسه نور ټپیان دي. د ده په خبره: ((ځینې غیر مسوولو وسله والو د لاریون کوونکو په لیکو کې ځای نیولی و، دوی پر پولیسو برید وکړ، امنیتي ځواکونو هوایي ډزې کړې چې له بده مرغه تلفات دواړو لورو ته اوښتي دي)).

ویاند همدا راز وایي چې په دې پېښه کې لاریون کوونکي هم وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغو ډزو کې د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون څلور کسه لاریون کوونکي وژل شوي او ۹ کسه نور ټپیان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې تړاو غبرګون ښودلی او د پولیسو له لوري یې پر لاریونوالو ډزې بشري جنایت بللی دی. د دغه کمېسیون چارواکو ویلي چې دوی به تر خپلو امکاناتو دغه پېښه په هر اړخیزه توګه څېړي او په اړه به یې وروسته معلومات له رسنیو سره شریکوي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې تړاو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي چې دې پېښې سخت خواشینی کړی دی. د ده په خبره: ((په غور کې دغه پېښې متاثر کړی یم، ټولو ته ډاډ ورکوم چې حق حقدار ته رسېږي، موږ د هر فرد په چوپړ کې یو)).

یوازې غور نه دی چې خلک له دغه پروسې ناخوښ دي، په ګڼو ولایتونو ان پلازمېنه کابل کې هم خلک د حکومت له دغه پروګرام ناخوښ دي او وایي چې حق حقدار ته نه رسېږي او حکومت د دې پروسې په ناسم مدیریت تورنوي.

Tags: Top
Previous Post

د وچې ډوډۍ وېش او د شکایتونو دوام

Next Post

په پشلمي کې مو دغه خواړه بدن پیاوړی کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په پشلمي کې مو دغه خواړه بدن پیاوړی کوي

په پشلمي کې مو دغه خواړه بدن پیاوړی کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حفیظ منصور: د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي‌ درولی

حفیظ منصور: د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي‌ درولی

نوومبر 27, 2020

Best Slot Payouts In Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved