د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ د مایل درې په رنجون غره کې لګیدلي اور ۱۲۰ جریبه ځنګل سوځولی دی. یاد اور تېره ورځ د ولایتي ادارې په هڅو کنټرول شوی دی. دا اور له تېرو دوه ورځو راهیسې بل شوی و، چې د سیمې خلک یې په کنټرول کې پاتې راغلي وو. په اور لګیدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی. لاهم د یادې اور لګېدنې علت معلوم نه دی.












