د لوګر مرکز پلعلم ښار کې د ۱۴۰۳کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو چې له مخې به یې، سل زره مېوهلرونکي او غیرې مېوهلرونکي نیالګي کېنول شي. پلعلم کې د نیالګيو کېنولو کمپاین ته د دغه ولایت والي وویل، ټولو هېوادوالو ته پکار ده چې د نوي کال پرمهال په خپلو سیمو کې مېوهلرونکي او غیرې مېوهلرونکي نیالګي کېنوي. زیاته کړه، د نیالګيو کېنولو په اړه ولس ښه پوهاوی لري او باید په دغه کمپاین کې د لوګر له کرنې او مالدارۍ ریاست سره همکاري وکړي.











