چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په هره خوا تیاره کې د سولې تت څراغ ته هیلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 6, 2021
in تبصرې
0
د جمهوریت کمزوری او وېشلی پلاوی بیا سختو خبرو ته ورځي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان حکومت مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی او هلته به له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرې پیلوي. له همدې سره هم‌مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او پرون یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله، استاد سیاف او ځینو نورو کسانو سره لیدلي دي. د دغو لیدنو په اړه ویل شوي چې پکې د تاوتریخوالي پر کمولو او د سولې په خبرو کې پر اساسي او چټک پرمختګ ټینګار شوی دی.

د ناهیلۍ، بې باورۍ او ناامنۍ په اوج کې د سولې دا خبرې بیا پیلېږي. که څه هم د دواړو اړخونو پر ارادو او نیتونو پوره شکونه شته، خو بیا هم تمه ده چې دا خبرې به پرمختګ وکړي، مثبته پایله به ورکړي او اوسنی ناوړه حالت به بدل کړي. د سولې خبرې په داسې مهال پیلېږي چې په کلیوالو سیمو کې جګړه ده او په ښارونو کې چسپکي ماینونو، ترورونو او چاودنو د وېرې فضا خوره کړې ده. په دې بریدونو کې هر ډول خلک په نښه کېږي، له همدې امله هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي. ځینو کسانو له همدې امله هېواد پرې اېښی، ځینې بیا غلي شوي او ځینې هم له خپلو کورونو نه راوځي. په داسې فضا کې یوازینۍ هیله همدې ته ده چې د سولې په خبرو کې به پرمختګ وشي او ورسره به د وېرې او ډار دا فضا ختمه شي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې په خبرو کې لا هم د دواړو اړخونو ترمنځ واټن زیات ښکاري او سخته به وي چې ژر دا واټن کم شي، خو دوه لاملونه ښايي دا واټن کم کړلی شي او د سولې بریا ته لاره هواره کړي. لومړی لامل دا دی چې په افغانستان کې حالت خرابېږي، د مذاکره کوونکو په ګډون هېڅ افغان اوس د امن احساس نه کوي او امن ته یوازینۍ هیله همدا ده چې د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي. دویم لامل د امریکا فشار دی. ترا وسه پورې د سولې په خبرو کې شوي پرمختګونه هم د امریکا د مخامخ فشار په پایله کې وو، له دې وروسته هم ښکاري چې امریکا به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. همدا چې د خبرو له بیا پیل سره خلیلزاد دوحې ته ځي او بیا کابل ته راځي او دلته د سیاستوالو ترڅنګ له حکومتي مشرانو سره هم ګوري، نو ښکاري چې امریکا غواړي دا پروسه چټک پرمختګ وکړي. ښايي چې خلیلزاد په کابل کې چارواکو ته هم مهمې خبرې کړې وي او په ارګ کې به یې چارواکو ته هم واضح پیغام رسولی وي. له دې وروسته به ښکاره شي چې د ارګ دریځ به یو ځل بیا ورو ورو بدل شي او د ډېرو هغو مسایلو منلو ته به زړه ښه کړي چې پخوا یې نه منل.

په افغانستان کې اوس له هره اړخه تیاره او ستونزې دي او یوازینۍ هیله همدې د سولې تت څراغ ته ده چې که ورو ورو تېز شي او رڼا یې زیاته شي. یوازې همدا یوه هیله  پاتې ده. له همدې امله دواړه اړخونه باید د خلکو دا هیله پوره کړي او د سولې په برخه کې د خنډونو پر ځای د ستونزو حل ته پام وکړي او ژر تر ژره یوې بشپړې هوکړې ته ورسیږي.

Previous Post

کرنې وزارت: په ننګرهار کې له ۴۵۰ زرو زیات د ستروسو نیالګي تولید شوي

Next Post

د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان پای او د څوارلسم هغه پيل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان پای او  د څوارلسم هغه پيل

د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان پای او د څوارلسم هغه پيل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نواز شریف: د افغانستان په ثبات سره ټولې سیمې ته پرمختګ راځي

نواز شریف: د افغانستان په ثبات سره ټولې سیمې ته پرمختګ راځي

جولای 24, 2021
هرات؛ په ۱۰ ولسواليو کې د ۳۰ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې پیل شوې

هرات؛ په ۱۰ ولسواليو کې د ۳۰ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې پیل شوې

نوومبر 12, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved