کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل ښار کې د لویو لارو او فرعي سړکونو څخه د موانعو لرې کولو چارې پیل شوې. د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دا اقدام د کابینې د پرېکړې او د کورنیو چارو وزیر په ځانګړې لارښوونه د ښارونو د نظم د ښهوالي، د خنډونو د لرې کولو او د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پیل شوی دی. قانع زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به دا موانع په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه له مخې لرې شي او بیا به دا بهیر د ښار نورو سیمو او تر هغې وروسته ټول ولایتونو ته وغځول شي.










