د افغان پُست دولتي شرکت مسوولین وايي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په کابل ښار کې ۱۳ نوې پُست خونې جوړې شوې دي. د دغه شرکت د پراختیا او سوداګرۍ رییس وايي، هڅه کوي، چې د یاد شرکت خدمات د نړۍوالو معیاریونو له مخې جوړ کړي او دمګړۍ، د کورنیو خدماتو تر څنګ هره ورځ ۱۰۰ کیلو توکي هم له هېواده بهر ته لېږدوي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي، چې د دغه شرکت له خدماتو ګټه پورته پورته کوي، له یاد شرکت څخه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د نویو پوست خونو د جوړولو غوښتنه کوي.












