د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی. دغه لاریون په یاده ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي. د پاکستان د پوځ لهخوا په ډنډپټان ولسوالۍ کې له یوې اونۍ راهیسې د ملکیانو پر کورونو څو ځله بریدونه شوي چې د راپورونو له مخې، په یادو بریدونو کې ځینې ملیکانو وژل شوي او ټپیان شوي هم دي. همداراز د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د یاد ولایت نورو امنو سیمو ته کډه شي.












