د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر چتر لاندې د یوما موسسې په مالي ملاتړ ۲۰۰ کونډو مېرمنو ته د خیاطۍ ماشینونه او ۱۵ معیوب وګړو ته ۱۵ رکشې ووېشل شول. د ياد ولايت د شهيدانو او معلولينو رياست له موسسو غوښته وکړه، چې د نغدو پيسو او خوراکي توکو پر ځای بې وزله کورنيو ته د کار زمينه برابره کړي. ورته مهال معیوب وګړو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له همکارۍ مننه وکړه، چې دوۍ ته یې د کارکولو زمېنه برابره کړه.












