چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 20, 2020
in پوهنتون
0
پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۳ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دوو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او ښوونې او روزنې) په درلودلو سره په تخار ولایت کې په فعالیت پیل کړی دی.  د پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې موسس محمد همایون پیمان وایي، په همدې کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د معالجوي طب پوهنځي د منظورۍ غوښتنه وکړه، کار یې بشپړ کړی و، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خصوصي پوهنتونونو کې د طب پوهنځيو د تاسیس له بندېدو سره د دوی کارونه هم په ټپه ودرېدل، خو وروسته لوړو زده کړو وزارت ورته د قابلګۍ پوهنځي د تاسیس جواز ورکړ چې اوس ټول درې پوهنځي لري او درې واړه فعال دي. د پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي، اداره او ډیپلوماسي) او په (ښوونه او روزنه) پوهنځي کې بیا نهه ډېپارټمنټونه لري.

په پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال ۱۰۸۶۰ محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۱۱۸۹ یې نارینه او پاتې نور یې ښځینه محصلین دي. د لوړو زده له دې موسسې څخه تر اوسه پورې پنځه دورې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. همایون وايي، د ټولو فارغ شویو محصلینو شمېر یې ۱۵۰۰ ته رسېږي. دا چې پیمان د لوړ زده کړو موسسه د ښوونې او روزنې پوهنځی هم لري او په دې پوهنځي کې تر ډېره څوارلسم پاس محصلین نوملیکنه کوي، نو ځکه یې په لږه موده کې زیات شمېر محصلین فارغ کړي دي. ښاغلی پیمان وایي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي ډېری فارغ شوي محصلین یې خپله په تخار ولایت کې د ښوونکو په توګه په ښوونځیو کې تدریس کوي او له حقوق او قابلګۍ پوهنځي څخه فارغ شوي محصلین یې بیا د هېواد په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د لوړو زده کړو د دې موسسې موسس محمد همایون پیمان وایي، چې هر کال یې د نویو جذب شویو محصلین شمېر توپیر کوي. د ده په خبره، په بهاري او خزاني کانکور ازموینه کې یې هر کال له ۶ سوه نیولې بیا ان تر ۱۱ سوه پورې نوي محصلین هم جذب کړي دي. نوموړی زیاتوي، دغه څه تر ډېره په هېواد کې په ځانګړې توګه بیا د دوی په ولایت کې په امنیتي او د خلکو په اقتصادي وضعیت پورې تړلې خبره ده. د پیمان په خبره، که امنیتي وضعیت سم وي او تر څنګ یې خلک له مناسب اقتصادي وضعیت څخه برخمن وي، نو په هغه کال یې د محصلینو جذب هم ور سره زیات وي.

د پیمان د لوړو زده کړو  موسسې اداره په څو کټه‌ګوریو کې د محصلینو لپاره تخفیف لري، چې لومړۍ کټه‌ګوري یې د شهیدانو او معلولینو د ورثه‌وو لپاره ده. ښاغلی پیمان وایي، د شهیدانو او معلولینو ورثه تر ټولو حقداره دي، چې په دې برخه کې داسې محصلین هم لري چې په وړیا ډول په دې موسسه کې لوړې زده کړې کوي او داسې محصلین هم شته چې په مناسب تخفیف خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکوي. دغه راز هغه کسان چې اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولای لوړې زده کړې وکړي، د هغوی لپاره هم له شل سلنې نیولې تر پنځوس سلنې پورې تخفیف لري. په پیمان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې د ورځې دوه وخته محصلین د زده کړو لپاره ورځي.

پیمان د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو لپاره د کتابتون، کمپیوټر لب او انټرنېټ اسانتیاوې هم برابرې کړې دي. د دې موسسې موسس وایي، د پوهنځیو اړوند او نور د اړتیا وړډېری کتابونه یې په کتابتون کې ځای پر ځای کړي، چې محصلین او استادان وخت ناوخت له کتابتون څخه استفاده او مطالعه پکې کوي.

په پیمان د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۶۴ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې له ډلې یې ۱۷ دایمي او پاتې نور یې قراردادي استادان دي، چې ډېری یې د تخار دولتي پوهنتون استادان دي. نوموړی وایي، دغه استادان ور سره په ساعتوار ډول تدریس کوي؛ خو محمد همایون پیمان وایي چې ډېری استادان یې لېسانس، خو کم یې بیا د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.

د پیمان د لوړو زده کړو موسسې اداره په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو له تخار پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه هم لري چې وخت ناوخت ور سره په اړیکه کې وي او دواړه پوهنتونونه په اړوندو برخو کې خپلې تجربې او ستونزې سره شریکوي. د دې تر څنګ د تاجکستان له ملي پوهنتون سره هم د علمي اړیکو هوکړه لري، چې له مخې یې د دوی فارغ شوي محصلین او استادان په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې په مناسب تخفیف شاملېږي. ښاغلی محمد همایون پیمان وایي چې تازه یې پر یوه هوکړه کار کړی او غواړي چې په ایران کې هم له یوه پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه لاسلیک کړي. دی وایي، د هوکړې لاسلیک یې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له کبله ځنډېدلی دی.

همایون پیمان وایي چې فارغ شویو محصلینو ته یې تر اوسه پورې دولتي ډیپلومونه نه دي ورکړي، خو له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ او د دې وزارت او د پوهنتون د ادارې په تایید باندې  فارغ محصل ته تصدیق‌پاڼه ورکوي چې محصل کولای شي د دې تصدیق‌پاڼې په مټ په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل شي او یا هم په کومه اداره کې ور باندې دنده واخلي. د لوړو زده کړو د دې موسسې د علمي معاونیت لخوا د محصلینو د وړتیاوو لوړو لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ او وړاندې کېږي، چې محصلین پکې ګډون کوي، څو یې علمي سویه لوړه شي او په اړونده برخه کې تجربه تر لاسه کړي.

د نویو پوهنځیو تاسیس، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع، په کور د ننه او بهر له معتبرو پوهنتونونو سره ښې اړیکې او د علمي هوکړو لاسلیک کول، بهرنیو هېوادونو ته د ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون لپاره د استادانو او محصلینو استول او په نورو ولایتونو کې د پوهنتون د څانګو پرانیستل د پیمان د لوړو زده کړو موسسې د ادارې راتلونکي پلانونه دي.

محمد همایون پیمان وایي، د خصوصي پوهنتونونو په مخ کې خورا ډېرې ستونزې پرتې دي، خو دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونه باید وخت ناوخت ارزیابي شي او هغه پوهنتونونه یا د لوړو زده کړو موسسې چې ښه کار کوي، باید وستایل شي، د نویو پوهنځیو د تاسیس اجازه ورکړل شي، د پرمختګ لپاره یې زمینه برابره شي، غوښتنې یې واورېدل شي او ستونزو ته یې رسیدګي وشي. د دې تر څنګ له لوړو زده کړو وزارت غواړي، هغه بورسونه چې په کور د ننه یا بهر کې د ماسټرۍ او یا دوکتورا لپاره د دولتي پوهنتونونو د محصلینو او استادانو لپاره راځي، خصوصي پوهنتونونو ته هم پکې ونډه ورکړل شي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

له طالبانو سره د ايران د پېچلو اړيکو نوې بڼه

Next Post

د سپما لپاره مناسبې موخې وټاکئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د سپما لپاره مناسبې موخې وټاکئ

د سپما لپاره مناسبې موخې وټاکئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

اگست 3, 2026
بولټن: امریکا تل په نورو هېوادنو کې خونړۍ کودتاګانې تنظیموي

بولټن: امریکا تل په نورو هېوادنو کې خونړۍ کودتاګانې تنظیموي

جولای 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved