چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ځان ته داسې موخې وټاکئ چې ترلاسه کول یې شوني وي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 22, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
ځان ته داسې موخې وټاکئ چې ترلاسه کول یې شوني وي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

راځئ چې د نوي کال پیل او د اختر ورځو ته د رسېدو لپاره یوځای یو څو میاشتې پخوانیو وختونو ته لاړ شو؛ هغه ورځې چې موږ پکې د راتلونکي په اړه خوښ وو او هیله لرو چې د ځان او ژوند لپاره بېلابېلې موخې وټاکو. هغه موخې چې په یادو وختونو کې مو د ځان لپاره ټاکلې، له هغه ورځو سره پرتله کړئ، چې غواړی وروسته یې تر سره کړی. څومره خپلو دغو موخو ته ژمن پاتې کېږئ؟ ایا د خپلو موخو لپاره مو تر اوسه څه کړي؟ د یاد مودې په تېرېدو سره مو هغو موخو ته چې د ځان لپاره مو ټاکلې او پر کاغذ مو لیکلې، کله مو ورته کتلي؟ د دغو پوښتنو ځوابونه په لاندې لیکنه کې لوستلی شئ.

په دې لیکنه کې موږ په ژوند کې مهمو موخو ته د رسېدو لپاره د علمي او عملي لارښوونو په اړه خبرې کړې، چې دا به له تاسو سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

۱- د موخو ترلاسه کولو لپاره څه شی اړین دي؟

که په هغه پلان یا غوره شوې لاره عمل ونه کړو، چې موږ  د نورو لارو په پرتله د خپلې موخې تر لاسه کولو لپاره ښه بللې ده، هېڅ ګټه به مو نه وي کړې. ډېری وختونه موږ په ژوند کې د خپل ځان لپاره لوړې موخې ټاکو، خو ځینې وختونه بیا پر هغه پلان عمل نه کوو چې هغه ته د رسېدو لپاره مو جوړ کړی دی. ستونزه دا نه ده چې تاسو د خپلو موخو ترلاسه کولو وړتیا نه لری، ستونزه دا ده چې ستاسو موخه ان له اوله تر لاسه کېدونکې نه وه.

ډېری وختونه په کال کې یو ځل د ځان لپاره موخې ټاکو، یانې د نوي کال په لومړیو ورځو کې، خو د دغو موخو لپاره بیا هڅې نه کوو او بیا بیا یې له ځان سره نه تکراروو. که د لویو موخو په ټاکلو کې پاتې راځو او ځان نشو ورته رسولی، ښه ده چې همدا لویې موخې په کوچنیو هغو ووېشو؛ ځکه کوچنۍ موخې په لنډ وخت کې ترلاسه کېدای شي.

باوري یم چې اوس به پوهېدلي وی چې د موخو په ترلاسه کولو کې اصلي ستونزه عملي اقدام نه کول دي. د دې لپاره چې هغه څه ترلاسه کړو چې په ذهن کې یې لرو، اړینه ده چې کوچنۍ موخې وټاکو څو یې په ​​لنډ وخت کې ترلاسه کړو.

۲- د کوچنیو موخو ټاکل

په ژوند کې د موخې ترلاسه کولو لپاره بله سپارښتنه لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه، دا ده چې لویې موخې په کوچنیو هغو ووېشو، څو یې په تر لاسه کولو کې ستونزه ونه لرو او په لنډ وخت کې په اسانۍ سره ځان ورته ورسوو. د کوچنۍ موخې ټاکلو یوه ښېګڼه دا ده چې د لویې موخې ټاکلو او ورته د رسېدو لپاره موږ ته لاره پرانیزي، خو پوښتنه دا ده چې ولې موږ لویې موخې په کوچنیو هغو وېشو؟ لامل یې له هغه څه سره تړاو لري چې موږ یې په ذهن کې لرو، کله چې له لویې موخې سره مخ شو، کله چې د ځان لپاره لویه موخه وټاکو، په غیر مستقیم ډول داسې احساسوو چې باید لوی خاښونه یې مات کړو. په حقیقت کې د لویې موخې ترلاسه کول، زموږ په ذهنونو کې ناشوني ښکاري، له همدې امله هڅه کوو چې ټول هغه خنډونه لرې کړو، چې په مخ کې مو پراته دي.

له بلې خوا که لویې موخې په کوچنیو هغو ووېشو او په حقیقت کې د دغو کوچنیو موخو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو او سر له نن څخه یې پیل کړو، ذهنیت مو بدلېږي او هېڅ شی راته ناشوني نه ښکاري. په یاد ولرئ، که د خپلې موخې ښکاره انځور په خپل ذهن کې رسم نه شو کړای، هېڅکله به ځان ورته ونه شو رسولی. د لویې موخې درلودل، په یوه تیاره خونه کې د قدم وهلو په څېر دي. کله چې تیارې خونې ته داخلېږو، هېڅ شی نه موندل کېږي، خو کله چې کوچنۍ موخه په ذهن کې ولرو، داسې دي لکه د څراغ لټول چې په روښانه کولو سره يې کولی شو په کوټه یا خونه کې هرڅه ووینو.

لویې موخې هماغه دي چې تاسو د کال په لومړیو ورځو کې ټاکلې، لکه په یوه کال کې د ۵۰ کتابونو لوستل او یا هم د دوو لکو افغانیو سپما کول. په کوچنیو موخو باندې د لویو موخو بدلول چې په کم وخت کې ځان ورته رسولی شو او لویې موخې چې ورته د رسېدو لپاره مو یو کال وخت ټاکلی، لومړی باید په کوچنیو میاشتنیو هغو ووېشو او وروسته یې همداسې په اونیزو او ورځنیو هغو ووېشو. د موخې تر لاسه کولو دغه کړنلاره د وخت د کړنلارې په نوم یادولی شو.

په یاد ساتئ چې د موخې ټاکلو دغه کړنلاره یوازې په موخه او مالي پروګرامونو پورې اړه نه لري. د ژوند ټول اړخونه لکه روغتیا، سپورت، معنوي او روحي حالت، فردي هڅې، زده کړې، ټولنیزې اړیکې او نور موارد پکې شامل دي.

۳- په اوس کې د موخو ټاکل

ګرې کلر او جي پاپاسان په خپلو کتابونو »دا یو څه» کې په اوس وخت کې موخې ټاکلو ته ښکلی تعریف کړی دی. دوی موخه ټاکل له روسۍ نانځکې سره تشبیه کړې. دا نانځکې لومړی کوچنۍ او بیا لويې جوړیږي. په اوسمهال کې د موخو لپاره د پلان جوړول د راتلونکي لپاره موخې ټاکي، دا کړنلاره هغه څه درته په ګوته کوي چې غواړی په همدې وخت کې یې تر سره کړئ. دا څه کولی شو چې له روسۍ نانځکې سره تشبیه کړو، اوسمهال چې کومه موخه په ذهن کې لری، د راتلونکې اونۍ په موخه کې ځان ته خپل ځای نیسي.

ژباړه: حامد احمدزی

Previous Post

له بې وزلۍ څخه د وتلو لار

Next Post

اوسني واکمن له شاه شجاع سره هم د پرتلې وړ نه دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سولې په اړه په دریځونو او ذهنیت کې ستونزه

اوسني واکمن له شاه شجاع سره هم د پرتلې وړ نه دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کوچیانو او هزاره ګانو شخړه؛ ا.ا وایي حق به حقدار ته سپاري

د کوچیانو او هزاره ګانو شخړه؛ ا.ا وایي حق به حقدار ته سپاري

جون 5, 2022
پرلت کوونکي: چې غوښتنې مو ونه منل شي د کوټې ـ چمن لاره نه خلاصوو

پرلت کوونکي: چې غوښتنې مو ونه منل شي د کوټې ـ چمن لاره نه خلاصوو

مې 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved