چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

اوسني واکمن له شاه شجاع سره هم د پرتلې وړ نه دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 22, 2020
in تبصرې
0
د سولې په اړه په دریځونو او ذهنیت کې ستونزه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په بامیانو کې یوې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو امارت د احمدشاه بابا له وخته د سدوزیو او محمدزیو د واکمنۍ تر پایه پورې له حکومتونو سره تشبیه کړی دی. نوموړي د افغانستان ۲۳۰ کاله واکمنۍ استبدادي، ډیکتاتوري او مورثي ګڼلې او ویلي یې دي چې واک به د قبیلې د یوې ډلې په لاس کې و. نوموړي ویلي چې امارت هم همداسې یو نظام دی چې د خلکو حقونو ته هېڅ پام نه کوي. د سرور دانش له دغو خبرو وروسته په ټولنیزو شبکو کې خلکو توند غبرګون ښودلی دی او سرور دانش یې د افغانستان تاریخ ته په سپکاوي تورن کړی دی. ډېر کسان له سرور دانش څخه غواړي چې له خلکو بښنه وغواړي او له حکومتي چارواکو هم غواړي چې دا ډول ناوړه څرګندونې ونه کړي.

د افغانستان په تاریخ کې ستونزې شته او تاریخ لیکونکي او نور عالمان په دې برخه کې د نقد او نیوکو حق لري، خو دا هر څه باید له یوې علمې زاویې او د افغانستان د راتلونکې د سمون لپاره وي. خو سرور دانش چې کومې خبرې کړې دي، نه یوازې دا چې علمي اساس نه لري؛ بلکې پر تاریخ د هغه د ناپوهۍ څرګندونه هم کوي. د احمدشاه بابا په شان کې د یوه مفسد دولت د یوه مفسد او متعصب چارواکي دا ډول څرګندونې یوازې خپله د ده د جهالت څرګندونه کوي. د دې تر څنګ، په همدغه ۲۳۰ کلنه دوره کې چې نوموړی یې ډیکتاتوري او استبداد یادوي، داسې واکمنۍ ډېرې دي چې زموږ تاریخ یې زرین کړی دی. په همدې تاریخ کې د امیر شیر علي خان، وزیر اکبر خان او امان الله خان په شان واکمنۍ دي چې هر افغان پرې ویاړي. آن د دې دورې شاه شجاع هم له هره اړخه تر سرور دانش او ملګرو یې غوره دی، ځکه چې هغه په غلامۍ کې هم ځینې ارزښتونه ساتلي وو چې سرور دانش او ملګرو یې هغه ارزښتونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

که سرور دانش په دغه ډول څرګندونو سره غواړي چې په خپل قوم کې ځان ته محبوبیت پیدا کړي، بیا هم تېروتنه کوي، ځکه زموږ هزاره وروڼه د سرور دانش په شان متعصب، مزدور او د افغانستان له واقعیتونو او تاریخ څخه ناخبره نه دي. له همدې امله په دغه ډول څرګندونو به نوموړی لا زیات د خلکو له سترګو وغورځي او خلک به پرې هېڅ ډول باور ونه کړي.

حکومتونه د خلکو د یووالي د ساتلو لپاره وي، خو اوسنی حکومت او چارواکي یې پر خلکو زهر شیندي. دوی د دې پر ځای چې خپلو اساسي دندو ته پام وکړي، په بې مانا او بې ارزښته مسایلو بوخت دي او آن خپل وخت او امکانات د خپل ولس پر ضد کاروي. له همدې امله دا ډول څرګندونې کوي. سرور دانش او په حکومت کې واکمن کسان باید پوه شي چې دا ډول له جهالته ډکې خبرې به نه یوازې د افغانستان تاریخ بدل نه کړي، بلکې دا لړزانده حکومت به لا هم کمزوری کړي. د امارت او جمهوریت خبره یوه علمي او اکاډمیک بحث ته اړتیا لري، خو د سرور دانش د ملګرو واکمني نه جمهوریت دی او نه هم د خلکو واکمني؛ بلکې دا د څلو غلو، مفسدو، متعصبو او پردي پالو واکمني ده چې پر خلکو ناامني، لوږه، نفاق او نورې بدبختۍ ویشي. له همدې امله دوی ولس رټلي، نه یې په ټاکنو کې برخه اخلي او نه یې هم په کومه بله چاره کې ملاتړ کوي. واقعیت دا دی چې د افغانستان په تاریخ کې اوسنی حکومت تر ټولو ناوړه، مفسد او ناکاره دی چې اصلي لامل یې هم د سرور دانش په شان واکمن دي. 

Previous Post

ځان ته داسې موخې وټاکئ چې ترلاسه کول یې شوني وي

Next Post

د برېښنا بېل څنګه را کم کړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د برېښنا بېل څنګه را کم کړو؟

د برېښنا بېل څنګه را کم کړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فارین پالیسي: د سولې په برخه کې د ټرمپ فشارونو افغانان اندېښمن کړي دي

فارین پالیسي: د سولې په برخه کې د ټرمپ فشارونو افغانان اندېښمن کړي دي

اگست 17, 2020
افغانستان پارلمان لري؟

افغانستان پارلمان لري؟

جون 21, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved