د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، چې سرپرست حکومت پهدې ولایت کې د برېښنا سټېشن د جوړولو او د ګازو څاه ګانو د کېندلو هوډ لري. نوموړي زیاته کړې، چې د جوزجان د ګازو د استخراج په برخه کې یو شمېر سترو کمپنیو پانګونې ته چمتووالی ښوودلی دی. ورته مهال د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پهدې ولایت کې د ګازو په ګډون ډول-ډول کانونه شته، خو ډېری ځوانان د وزګارۍله امله ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي، د جوزجان د کانونو استخراج پیلولو سره، د دې ولایت اوسېدونکو ته کاري زمینې برابرې کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تمه ده د جوزجان د ګازو کانونو له کاره لویدلو څاه ګانو د بیا فعالېدو تړون لویو شرکتونو ته ورکړل شي او له دې لارې د ۱۵۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید سربېره، د دې ولایت زیات شمېر اوسېدونکو ته کاري زمینې هم برابرې شي.












