سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

څلور زره جوړېدونکې ښوونځي، یو مهم ګام او یوه جدي اندېښنه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2020
in تبصرې
0
څلور زره جوړېدونکې ښوونځي، یو مهم ګام او یوه جدي اندېښنه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ملګرو ملتونو او طالبانو موافقه کړې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې به څلور زره غیر رسمي ښوونځي جوړوي. دا ښوونځي به تر شپږم ټولګي پورې وي، چې تر درېیم ټولګي پورې به هغه نجونې هم پکې زده کړې کوي چې عمرونه یې تر اتو کلونو اوښتي نه وي. دا موافقه د طالبانو او ملګرو متلونو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته شوې ده. د دغو ښوونځيو چارې به د طالبانو او ملګرو ملتونو د یو ګډ کمېسیون له خوا پرمخ وړل کېږي او لګښتونه به یې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې برېټانوي او امریکايي مرستندویه موسسې ورکوي.

دا له څو اړخونو یو ستر بدلون ګڼل کېږي. لومړی دا چې لومړی ځل دی چې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ پر یوه داسې لوی ښوونیز پروګرام توافق کېږي. دویم دا چې دا پروګرام به په هغو سیمو کې پلی کېږي، چې هلته جګړه وه او ښوونځي پکې بند وو. درېیم دا چې په دغو ښوونځیو کې به نجونې هم زده‌کړې کوي. څلورم دا چې چارې به یې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ په ګډه پرمخ وړل کېږي. له همدې امله دا یو متفاوت او مهم ګام ګڼل کېږي. تر دې مهم بدلون دا دی چې د دغو ښوونځیو لګښت به امریکايي او برېټانوي موسسې ورکوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې اوس درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي. دوی په هغو سیمو کې دي چې یا د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او یا هم جګړه پکې روانه ده. له بله اړخه د دغو ماشومانو غوڅ اکثریت نجونې دي. اوس چې دا ښوونځي جوړېږي، تمه ده چې د دغو ماشومانو یوې برخې ته به ښوونځي ته د تلو زمینه برابره شي. له دې سره دا هیله هم پیدا شوې چې ښايي دا توافق لا زیاتو داسې توافقاتو ته لاره هواره کړي چې په هغو کې به ټول پاتې ماشومان ښوونځي ته لاسرسی پیدا کړي.

دا سمه ده چې دا ښوونځي به په پیل کې له ستونزو سره مخ وي. مسلکي ښوونکي به ونه لري او یا به هم کم وي، په اداره او نصاب کې به یې ستونزې وي او سویه به یې هم ټیټه وي، خو له دې کبله چې دا پیل دی، نو ځکه په طبیعي ډول به دا ستونزې وي. د وخت په تېرېدو سره به په ګډو هلو ځلو دا ستونزې ورو ورو کمې شي او یو وخت به دا ښوونځي په رسمي، معیاري او منل شوو ښوونځیو واوړي چې ورسره به په هېواد کې د ښوونیز نظام له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د دغو ښوونځیو د جوړولو په تړاو ځینې اندېښنې هم شته، چې باید هېرې نه شي. یوه تر ټولو مهمه او جدې اندېښنه دا ده چې دا د بهرنیانو او ملګرو ملتونو له خوا پر یوه وخت په افغانستان کې له دوو دولتونو سره د اړیکو ښکاره مثال دی. دا سمه ده چې دا ښه ګام دی او باید ملاتړ یې وشي، خو که دا هر څه د یوې ادارې له خوا وشي، نو غوره به وي. داسې وېره ده چې دا ډول اړیکې، هوکړې او پروګرامونه به پر یوه وخت په افغانستان کې د دوو منل شوو دولتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي. تمه ده چې د افغانستان د سولې پروسه ژر یوې پایلې ته ورسېږي، څو په ټول هېواد کې دا ټول پروګرامونه د یوه واحد، مقتدر او خپلواک دولت پر مټ ترسره شي او د دوو دولتونو وېره هم له منځه ولاړه شي.

Previous Post

ترکیه کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Next Post

ښارجوړونې وزارت: قطر په کابل کې د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ښارجوړونې وزارت: قطر په کابل کې د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړوي

ښارجوړونې وزارت: قطر په کابل کې د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس درېیمه کلنۍ غونډه پای ته ورسېده

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس درېیمه کلنۍ غونډه پای ته ورسېده

مارچ 11, 2025

Wacky Panda Online Slot Machine Play For Free And With Money

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved