سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

څو ګامه تر بین الافغاني خبرو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 5, 2020
in تبصرې
0
څو ګامه تر بین الافغاني خبرو
650
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

داسې ښکاري چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې شته خنډونه له منځه تلونکي دي او ژر به د افغانانو ترمنځ د سولې لومړنۍ غونډه په دوحه کې وشي. د خلیلزاد په وروستي سفر کې هڅه شوې چې دې غونډې ته لاره هواره شي. له اشرف غني او عبدالله سره د خلیلزاد له خبرو وروسته اوس پلان دی چې ژر پاتې نور بندیان هم خوشې شي او ورسره سم افغان پلاوی د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي، څو د جولای په ۱۵مه نېټه په کېدونکې بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي. د دې تر څنګ  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د سولې خبرو د چټکتیا او د بین الافغاني خبرو د ژر پېلېدو په موخه روانه اونۍ د دریو “مهمو” غونډو کوربه‌توب کوي. د دغه وزارت په خبره، په دریو واړو غونډو کې به د پاکستان او چین په ګډون د ځینو مرستندیو هېوادونو استازي هم برخه واخلي. ټاکل شوې لومړنۍ غونډه به سبا دوشنه په کابل کې وشي.

د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ شول چې له امله یې دا خبرې درې نیمې میاشتې وځنډېدلې. له دې سره جګړې دوام وکړ او د زرګونو افغانانو ژوند یې واخیست. اوس چې دا خنډونه له منځه تلونکي دي او بین الافغاني خبرې پیلېږي، تمه ده چې په دې خبرو کې مهم پرمختګونه وشي. هغوی چې د خبرو د پیل پر وړاندې یې خنډونه جوړول، هڅه به وکړي چې د خبرو په پرمختګ او بریا کې هم ستونزې او خنډونه جوړ کړي. له همدې امله پکار ده چې په ټول توان د دغو مخربینو مخه ونیول شي. د بین الافغاني خبرو په لومړۍ غونډه کې باید پر اوربند بحث او توافق وشي او که دا کار وشي، نو دا به په واقعي مانا یو لوی او مهم پرمختګ وي او د جګړه‌خوښو شوم پلانونه به ورسره شنډ شي.

اوس پکار ده چې ټول تمرکز د بین الافغاني خبرو پر بریالیتوب وي. اوږده جګړه شوې، ورانی شوی، فاصلې زیاتې دي، چې د دغو فاصلو کمول او ختمول سخت کار دی، خو ناشونی نه دی. له همدې امله سخت کار، ډېرې حوصلې، انعطاف او قربانۍ ته اړتیا ده چې دا فاصلې ختمې شي. د دې لپاره چې دا خبرې ښه پرمختګ وکړي او بالاخره بریالۍ شي، باید د ولسي فشار یو ځواک جوړ شي چې پر دواړو اړخونو دوامداره او معقول فشار جاري وساتي، څو انعطاف او قربانۍ ته تیار وي. ولسي فشار باید هغه کړۍ هم له پښو وغورځوي چې د سولې په روانو خبرو کې د خنډونو د جوړولو هڅه کوي. د دې تر څنګ په روانو خبرو کې لوی او اساسي خنډونه چې حل کول یې ستونزمن دي، باید ولسي رایې ته پرېښودل شي. د بېلګې په ډول پر اساسي قانون او د نظام پر ډول توافق به ستونزمن کار وي، خو ښه ده چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه ولس ته پرېښودل شي، څو د ټولپوښتنې یا لویې جرګې له لارې وروستۍ پرېکړه وکړي.

اوس چې بین الافغاني خبرو ته نږدې شوي یو، نو اړتیا ده هر څوک چې په دې خبرو کې د پرمختګ او بریا لپاره هر څه کولی شي، باید ویې کړي، ځکه چې دا زموږ ټولو دنده ده چې دا خبرې بریالۍ شي او په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

Previous Post

په لغمان کې د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو مرکز جوړېږي

Next Post

زنجبیل د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
زنجبیل د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي

زنجبیل د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا: له پوځي حضور پرته هم؛ افغانستان کې د تروریستي ګواښونو مخه نیولی شو

امریکا: له پوځي حضور پرته هم؛ افغانستان کې د تروریستي ګواښونو مخه نیولی شو

اپریل 16, 2021

نوومبر 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved