چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

څېړنوال مولوي زین الله منلی

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 12, 2020
in څېرې
0
څېړنوال مولوي زین الله منلی
677
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

څېړنوال مولوي زین الله منلی د هېواد جید دیني عالم، تکړه لیکوال، ژباړن او د ښه فکر خاوند شخصیت و. مولوي زین الله منلی له یو عمر هڅو، لیکنو او پښتني فرهنګ ته تر کار او خدمت وروسته د ۹۶ کلونو په عمر د روانې (غويي) میاشتې په ۱۳مه نېټه په کابل کې وفات شو. هغه دیني زده کړې کړې وې، له دیني مدرسې فارغ و، نو له همدې امله یې د ادبي برخې تر څنګ تر ډېره په دیني برخه کې هم لیکل کړي، ژباړې یې کړې او په دې برخه کې یې مطالعه لرله. ارواښاد مولوي زین الله منلي نه یوازې دا چې پخپله یې د افغان فرهنګ او ادب لپاره ډېر څه کړي، بلکې تر شا یې داسې کورنۍ پرې اېښې چې په روان فرهنګي بهیر کې ځلانده نوم او فعالیتونه لري.

ارواښاد مولوي زین الله منلی د عمر ګل زوی د ۱۳۰۳ لمریز کال په وږي میاشت کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په کان کلي کې زېږېدلی دی. د ارواښاد کورنۍ هم د نورو افغان کورنیو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ وه. دی پخپله لیکي چې د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ښه نه و، مزدوري او بزګري به یې کوله، ځمکې یې هم کمې وې او په ټوله کې د کان کلي د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه و. دی په ماشومتوب کې له جګړو، تالان او سخت ژوند سره مخ شوی چې همدې مسایلو نوموړی کلک او پیاوړی عادت کړ. دی پخپل قلم د خپل کلي د موقعیت په اړه لیکل کوي، په سیمه کې د روان حالت په اړه او همدا راز له ده سره د کورنۍ د چلند په اړه هم خبرې کوي. په یوه لیکنه کې وايي، ماشومتوب یې سخت و، وایي، پر مور مې ډېر ګران نه وم، تل به یې راته د ځوانیمرګ شې خبره کوله. له نیا سره یې لګېده، دی لیکي چې پر نیا مې ګران وم او نیا مې له ځان سره ګرځولم.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

د ارواښاد منلي ماشومتوب یوازې له دې ستونزو سره نه و مخ، بلکې جګړو هم د ده پر روان ناوړه اغېز کړی و. دی ماشوم و، د کلي له ښځو او مور سره یې و، چې پر کان کلي الوتکې راځي. ټول له کورونو تښتي او لرې تر ونو لاندې ځانونه پټوي. الوتکې بمبار کوي، دی چې هغه مهال ماشوم وي، په کوټه کې یوازې پاتې کېږي، الوتکو سخت وېرولی وي. دی وایي، الوتکو او بمبار دومره وېرولی و، چې تر هغه وروسته به هره الوتکه په هوا تېرېده، دی به وېرېده، نو مور، نیا او پلار به یې په غېږ کې پټاوه او د ده په غوږو کې به یې ګوتې اچولې.

ارواښاد منلي د خپل کلي په اړه ټول معلومات ورکړي دي. له سېلابونو، بمبارونو، تالانونو، وچکالیو، کروندو، بېوزلیو او ورته مسایلو نیولې، ان د ملخانو تر راتګ پورې. په همدې شرایطو او چاپېریال کې ارواښاد منلي د زده کړو او تعلیم لپاره هم زړه ښه کاوه. غوښتل یې یو څه زده کړي. د ارواښاد زین الله منلي زوی نجیب منلی وایي چې په سختو شرایطو کې یې زده کړو ته مخه کړه. دی وایي، پلار یې د کلي له ملا د زده کړو پیل وکړ. بیا یې د خط زده کړه له خپل یوه ملګري چې د ملک زوی و، پیل کړه. ملک یې خپل زوی ته میرزا نیولی و، هغه به چې څه له میرزا زده کول، نو ارواښاد منلي ته به یې ورښودل. دی پخپله هم وایي چې په سختۍ یې زده کړې کولې، د کلي له ملا یې لومړنۍ زده کړې پیل کړې، خو وروسته پوه شو چې د لا ډېرو زده کړو لپاره باید بل ځای ته په زده کړو پسې لاړ شي.

ارواښاد زین الله منلی هم پخپله لیکي: ((د کلي امام به کوچنیانو ته دینې سبقونه ویل، نو ما هم د کلي له امام سره سبق ویل پیل کړل. قرآن کریم مې ولوست، خلاصه کېداني، منیة المصلی، پنج کتاب، تحفة النصایح… دا کتابونه مې ولوستل. نور مې نو زړه نه غوښتل چې د کلي له بې سویه ملایانو سره سبق ووایم، زړه مې کېده چې چېرته له کوم لوی ملا او مولوي څخه سبق ووایم. دا کار ما ته په خپل کلي کې ممکن نه و، نو باید کوم بل ځای ته تللی وای)).

ښاغلی منلی په ۱۳۲۲ لمریز کال کې نجم المدارس مدرسه کې شامل شوی دی. په ۱۳۳۳ لمریز کال کې له همدې مدرسې فارغ شوی دی. د ارواښاد منلي له مدرسې سره جوړه وه، زده کړې او جومات یې خوښېدل، خو د وظیفې ټولولو خوند نه ورکاوه. په نجم المدارس کې ځکه شامل شو، چې هلته به مدد معاش ورکول کېده او له وظیفې ټولولو به شاګردان خلاص وو. په مدرسه کې د شامېلېدو لپاره یې د کلي ملک ضمانت کړی و او دی اړ و چې په مدرسه کې پاتې شي او د تېښتې لار یې نه وه.  څه موده وروسته د حکومت په مدد معاش کې ځنډ راغی، دی د وظیفې ټولولو ته اړ شو او د ضمانت له وجې یې مدرسه نه شوی پرېښودلی. په همدې وخت کې د ژوند د ګڼو نورو سختیو په زغملو سره په ۱۳۳۳ لمریز کال کې له دې مدرسې د مولوي په حیث فارغ شو. دی یو زیارکښه انسان و. سره له دې چې د درس ګردان به یې نه کاوه، خو پیاوړې حافظه یې لرله او په یو ځل لوستلو یې هر څه زده کولی شوای. له همدې امله یو څه بې پروا هم و، ملا ته به ډېر نه کېناسته او کله کله به یې په مدرسه کې شعرونه هم لیکل. ملایانو ورته ویلي وو، چې شعر لیکل ګناه لري، نو دی به وېرېده، خو د استاد منلي په خبره، یوه ملا بیا دا فتوا ورکړې وه چې که د ښو شیانو په اړه شاعري وکړي، ښه بیانونه پکې وکړي، نو ګناه به یې یو څه کمه شي. له همدې امله په مدرسه کې به چې هر مناسبت ته د شعر او وینا اړتیا وه، په ارواښاد منلي پسې به یې غږ وکړ او ده ته بیا مصنوعي او فرمایشي شاعرۍ خوند نه ورکاوه. دی په مدرسې کې له یوې خوا کار ته اړ و او له بلې خوا د درس ادامې ته. د مدرسې شاګرد و، چې واده یې هم وکړ. دی پخپله لیکي، چې د ژوند کړاوونه او بې وزلي له بل لوري، درسونه بلخوا او د واده مشکلات بلخوا، هغه څه و چې دی یې مقاومت ته اړ کړی و.

مولوي منلی له مدرسې تر فارغېدو وروسته کابل ته راځي. ده غوښتل نورو ځایونو ته په ملایۍ پسې لاړ شي، خو په کابل کې له استاد رښتین سره مخ کېږي او هغه ورته وایي چې باید په کابل کې پاتې شي او په پښتو ټولنه کې کار پيل کړي. په هغه وخت کې پښتو ټولنې تازه سیرت النبي چاپ کړی او خپور کړی و. د ارواښاد منلي ټول ژوند له دیني زده کړو او لیکنو سره تېر شوی و، نو ده هم تمه لرله چې دلته په همداسې یوه دیني کار وګومارل شي، خو پښتو ټولنې د پښتو لنډیو د ټولولو چارې پيل کړې وې، چې ارواښاد منلي ته هم دغه دنده سپارل کېږي. استاد نجیب منلی وایي، ارواښاد به هم کار کاوه او هم به یې پر دې ژړل چې د نېک کار په نیت راغلی، خو دلته د سندرو په لیکلو بوخت دی. ارواښاد بیا وروسته وروسته له دې کار سره بلدېږي، خوند ترې اخلي او دا چې شاعرانه مزاج یې درلود، نو له دې دندې سره زړه تنګی کېږي نه.

په پښتو ټولنه کې تر کار وروسته د یو څه مودې لپاره خوست ته د مفتي په توګه لېږل کېږي. هلته چې هر څه ویني، نو پوهېږي چې فتوا او عدالت دومره اسانه خبره نه ده. استاد منلی په خپله یوه لیکنه کې وایي، هلته یې پام شو چې قضا هغه مبارکه وظیفه نه وه چې عمر فاروق یادوله او په دې پوه شو چې مخکې له دې چې د قضا پر مسند کېني، باید ډېر کورونه ړنګ کړي او پر ډېرو ستونو پښې کېږدي. افتا یې پر خپل ځای پرېښوده او بېرته پښتو ټولنې ته راغی. ارواښاد په کابل کې د هغه وخت له مشهورو لیکوالانو او ادبي فعالینو، لکه ارواښاد استاد سعدالدین شپون، ارواښاد حسن کاکړ، ارواښاد حبیب الله تږي او محمد دین ژواک په څېر کسانو سره ناسته ولاړه کوي. له همدې ځایه یې په نړۍ کې له نورو مروجو علومو سره هم اړیکه پخېږي. دی د ساینس په اړه مطالعه کوي، انګلیسي زده کوي، له فلم او سینما سره یې اړیکه ټینګېږي او ورځ تر بلې یې ژوند د پرمختګ مزل وهي.

په همدغه کابل کې د شرعیاتو په مدرسه کې د استاد په حیث مقرر شو. په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د سید جمال الدین افغان په اړه یو سیمنار جوړ شوی و او دی یې د چارو د اهتمام مسوول و. په دې کې ځینې مقالې وې، چې د سید جمال الدین د تجدد غوښتنې پر افکارو راڅرخېدې، د دې مسوولیت یې مولوي منلي ته راجع کړ او دی یې د جزايي استاد په حیث زرمت ته ولېږه. له هغه وروسته کابل ته راغی او ژمنه یې ترې واخیسته چې په معارف کې به کار نه کوي. له دې سره په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د ژباړن په حیث ګومارل کېږي، بیا په پوهنې وزارت کې د عرفان مجلې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي. بیا په همدغه وزارت کې د تدریساتو مدیر و. بیا یې د حج او اوقافو د رییس په توګه دنده ترسره کوله او شوروي لښکر چې افغانستان ته راغی، نو ارواښاد منلی هم بې دندې و او بیا لږ وروسته یې په ستره محکمه کې دنده ترسره کوله. وروستۍ دنده یې د اسلامي څېړنو د مرکز ریاست و.

ارواښاد زین الله منلي سره له دې چې یادې دندې ترسره کولې، خو مهمې مقالې یې هم خپرولې. د ده مقالې لا هم د ډېرو علمي او ادبي مسایلو لپاره غوره او باوري سرچینې ګڼل کېږي. استاد نجیب الله منلی وایي چې د پلار تر ټولو مهم کارونه یې په وروستیو پنځلسو کلونو کې ترسره شوي دي. د ده په خبره، تر هغه وروسته چې په هېواد کې جګړې یو څه کمې شوې، نوی حکومت رامنځ ته شو، نو ارواښاد پخپله غوښتل چې لاس پر کار شي او لیکل وکړي. نوموړي دغه مهال مهم کارونه کړي دي. استاد منلی یې په اړه وایي، چې ارواښاد منلي له ۱۳۸۵لمریز کال وروسته یو ځل بیا قلم وچلاوه. د ده په خبره، د ژوند نیمايي ادبي او فرهنګي تولید یې په همدغو کلونو کې کړی دی. تر دې وړاندې یې ۱۵۰ شاوخوا مقالې چاپ شوې وې. تنویرالابصار (فقهي کتاب)، د مولانا عبدالکلام ازاد غبار خاطر کلیله او دمنه چې ژباړلې یې وه او چاپ نه وه. دا هغه اثار وو چې ده مخکې کار ورباندې کړی و، خو تر ۱۳۸۵ لمریز کال وروسته یې ګڼ اثار ژباړلي او لیکلي دي. د ده په خبره، خپاره شوي اثار یې د ۳۰ په شاوخوا کې دي، خو تر څنګ یې ناخپاره شوي اثار هم لري چې د پنځلسو یا شلو شاوخوا کېږي.

د ارواښاد زین الله منلي چاپ او خپاره شوي اثار تر دېرشو اوړي چې دلته یې د ځینو مهمو نومونه یادوم:

۱- تنویر الابصار (اسلامي فقه) پښتو ژباړه.

۲- غبار خاطر، د مولانا ابو الکلام آزاد اثر، پښتو ژباړه.

۳- دوه منگورې د یوې چیني ډرامې، پشتو ژباړه.

۴- کلیله و دمنه.

۵- د هیلو درشل، شعري کلیات.

۶- د اسلام تاریخ، د ډاکټر حمیدالدین اثر، پښتو ژباړه.

۷- فقهه اکبر د امام ابوحنیفه اثر، پشتو ژباړه.

۸- د قرآن کریم د ځینو لغاتو معنا.

۹- د هېواد په رسنيو کې شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې لیکنې او ژباړې.

همدا راز یې ناچاپ اثار هم د پنځلسو او شلو تر منځ دي چې د ځينو نومونه یې په لاندې ډول دي.

۱- عشره مبشره.

۲- د قرآنکریم پښتو ژباړه.

۳- د قرآن کریم کشف الآیات.

۴- بگهود گیتا.

۵- د فردوسي د شاهنامې پښتو ژباړه او لنډون.

۶- د امام رازي د تفسیر الکبیر د الفاتحې سورت پښتو ژباړه.

۷- د امام رازي د تفسیر الکبیر د یوسف سورت پښتو ژباړه.

۸- امانات، د امام رازي له تفسیر الکبیر څخه د اماناتو بحث.

۹- په تاریخ طبري کې د عبدالله ابن عباس راغلي روایتونه.

ارواښاد منلي په پښتو ژبه کې مهم او د حساب وړ پنځونې او ژباړې کړې دي. هغه یو دیني عالم و، د دیني ژبې تر څنګ یې پر خپله پښتو ژبه پوره تسلط درلود. له همدې امله یې ژباړه او دیني لیکنه خورا خوندوره او روانه ده. دی په اردو، فارسي، انګلیسي او عربي ژبو پوهېده، له همدې امله یې له یادو ژبو ګټورې ژباړې کړې دي. د اسلام تاریخ یې له اردو ژباړلی دی. د فردوسي شاهنامه او د عطار منطق الطیر یې له فارسي راژباړلي چې لا چاپ شوي نه دي. ده تر ډېره هغه اثار راژباړلي چې د ټولنې درد دوا کولی شي، دیني اړخ لري او یا هم د اخلاقي روزنې لپاره مهم دي. تر څنګ یې د شاهنامې په څېر حماسي او مهم اثار هم ژباړلي چې خورا مهم دي او د پښتني فرهنګ د بډاینې لپاره د حساب وړ کارونه ګڼل کېږي. ارواښاد منلي لسګونه مقالې هم چاپ کړې دي، ځینې یې ناچاپ پاتې دي، پر لیکه وېبپاڼو کې یې هم ګڼې، ادبي، دیني او ټولنیزې لیکنې خپرې شوې دي. د استاد پر اثارو او فرهنګي فعالیتونو خبرې کول د پوره کتاب کار دی، خو موږ یې د اثارو او فعالیتونو لنډه یادونه وکړه.

ارواښاد منلی یې د خپلو کارونو له امله ستایل شوی هم دی. هغه چې کله تنویرالابصار وژباړه، نو د ډاکټر نجیب الله له لوري د دوستۍ په مډال ستایل کېږي او همدا راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم هغه د ټولو ادبي او فرهنګي کارونو لپاره ستایلی دی او د میرمسجدي خان مډال یې ورکړی دی. ارواښاد د عمر تر پایه په لیکلو او ژباړلو لګیا و او خپلې ټولې لیکنې به یې د وېبپاڼو له لارې له مینه والو سره شریکولې. هغه ښکلی نثر لیکلی، پیاوړې حافظه لري او په غوره لیکوالۍ کې دغه پیاوړې حافظې ډېره مرسته ورسره کړې ده. روح یې ښاده یاد یې تلپاتې.

Previous Post

مصلحتي اقتدار!

Next Post

د مسیر ورځپاڼې ننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
د حکومت پر وېش او د ملي مصالحې د عالي شورا پر جوړولو توافق شوی دی

د مسیر ورځپاڼې ننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چک جمهوریت هم د خپلو افغان همکارانو د ایستلو خبر ورکړی

چک جمهوریت هم د خپلو افغان همکارانو د ایستلو خبر ورکړی

جولای 31, 2021
د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ ګډ پلاوی قزاقستان ته روان شو

د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ ګډ پلاوی قزاقستان ته روان شو

اگست 1, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved