د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د کندهار له والي سره په کتنه کې ویلي، چې د بېکیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې چې د داخلي تولیداتو پرمختګ د دوی په لومړیتوب کې دی او په خبره یې داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار بسنه کوي. د کندهار والي هم، په ټول هېواد کې د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ هڅې، کړنې او فعالیتونه ستایلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.












