سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

چارواکي د امریکا د طرحې پر وړاندې مقاومت کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 9, 2021
in تبصرې
0
سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له لیک وروسته داسې ښکارېږي چې حکومت د امریکا له بې ساري فشار سره مخ شوی دی. پرون د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له څرګندونو ښکارېدله، چې دوی له څومره فشار سره مخ دي. تر ګردو مهم او اساسي فشار دا دی چې دوی باید واک د سولې انتقالي حکومت ته وسپاري، له همدې امله په کابل کې چارواکي تر بل هر وخت ډېر له ناوړه حالت سره مخ شوي دي.

خو چارواکي د امریکايي پرېکړو پر وړاندې مقاومت کوي او کولی یې شي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

تر اوسه خو داسې ښکاري چې چارواکي نه یوازې د امریکا له وروستیو هلو ځلو ناراضه دي، بلکې هڅه کوي چې پر وړاندې یې نرم مقاومت وکړي او تر یوې اندازې خپلې ګټې خوندي کړي. د دوی دریځ تر ډېره پخوانی دی، خو اوس یو څه بدل شوی؛ ځکه چې پخوا به اشرف غني د واک د پوره کېدو او نوي ولسمشر ته د واک سپارلو خبره کوله، خو اوس وايي چې له وخت مخکې ټاکنو ته هم حاضر دی. دوی اوس غواړي چې لږ تر لږه واکمني یې یو څه وغځېږي او په راتلونکي کې هم ځان ته په واک کې د پاتې کېدو زمینه برابره کړي. د امرالله صالح څرګندونې د همدې مقاومت یوه نښه ده، چې ګواکې دوی حاضر نه دي چې هر څه ومني. که څه هم امرالله صالح د طالبانو د نه منلو خبره کوي، خو په واقعیت کې د امریکا له طرحې سره مخالفت څرګندوي.

ستونزه دا ده چارواکي لا هم باور نه لري چې امریکا به یې یو مخ پرېږدي. دوی فکر کوي چې له امریکا سره د دوی پخوانۍ اړیکې، امریکایانو ته د دوی کړی خدمت او له طالبانو سره د امریکا شل کاله جګړه به د دې سبب شي، چې امریکا له دوی مخ وا نه ړوي او له طالبانو سره به سوله ونه کړي. د دوی نرم مقاومت هم داسې نه دی، چې وښيي دوی د امریکا پر وړاندې ولاړ دي او د هغوی د پرېکړو مخالفت کوي، بلکې دوی فکر کوي چې لا هم امریکا په خپل دریځ کې جدي نه ده او د دوی د دوستۍ پاس به ساتي. له همدې امله بیا بیا داسې ښيي چې ګواکې دوی خپلواک دي او د امریکا طرحې او پلانونه نه مني.

له دې هر څه سره سره، ښکاري چې امریکا د افغانستان جګړه ختموي یا یې لږ تر لږه د ځان لپاره ختموي او له طالبانو سره د سولې پروسه مخ ته بیايي. دا چې د امریکا موخه څه ده، ښايي درک کول یې ستونزمن وي، خو غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ کړي. که طالبان او نور اړخونه د امریکا وروستۍ طرحه ومني، نو هرو مرو به دا طرحه عملي کېږي. دا شونې نه ده چې په کابل کې چارواکي داسې مقاومت وکړي چې د امریکا د طرحې د عملي کېدو مخه دې ونیسي؛ ځکه چې له یوه اړخه دوی دا اراده او توان نه لري او له بله اړخه یې په ولس کې هم داسې باور بایللی، چې خلک به یې تر څنګ ونه درېږي. له همدې امله د امریکا طرحه عملي کېږي او چاوراکي به د تېر په څېر بیا هم خپل دریځ بدلوي او نوو بدلونونو ته به توجیه پیدا کوي.

Previous Post

ټولګټو وزارت: تر راتلونکو دریو میاشتو به ۳۶۰ کیلومتره سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

Next Post

ویسلا وا شیمبورسکا

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ویسلا وا شیمبورسکا

ویسلا وا شیمبورسکا

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سیګار: د نقدو پیسو نشتوالي مالي بحران پراخ کړی دی

سیګار: د نقدو پیسو نشتوالي مالي بحران پراخ کړی دی

مې 8, 2022

د افغانستان د صادراتو کچه ۱۹۰۰میلیونه ډالرو ته لوړه شوې

مارچ 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved