د کابل والي د کانونو او ټولګټو وزارتونو له مسوولینو سره په کتنه کې د کابل – جلال اباد د بدیلې لویې لارې دویم سړک د بیارغولو چارو د پیل په اړه خبرې کړې دي. په دې اړه غونډه کې د ولایت مقام په مشرۍ درې کسیز پلاوی ټاکل شوی ترڅو د یاد سړک ارزونه وکړي. د کابل – جلال اباد دویم سړک چې لته بند له سروبي سره نښلوي په بنسټیز ډول نه وو رغول شوی او ځینې برخې یې بیرته له منځه تللې دي. په دې غونډه کې اړوند ریاستونو ته لارښوونه شوې، چې ژر تر ژره د یاد سړک د بیارغولو چارې پیل کړي. د یادونې وړ ده، چې د کابل ــ جلال اباد دويم سړک د ټولګټو، کانونو او پټرولیم وزارتونو له لوري د یوه کان په بدل کې رغول کېږي.












