د خوړو او درملو ملي ادارې رییس د یادې ادارې د خالي بستونو د الکترونیکي ازموینې په مراسم کې د دې پروسې د بشپړې رونټیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت ژمن دی، تر څو کار اهل کار ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې؛ هېڅوک د پېژندنې او واسطې پر بنسټ نه ټاکل کېږي. یاده ازموینه کې ګډوانوالو د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه ګډون کړی او د ازادې ازموینې له لارې به په اړوندو بستونو کې وګومارل شي.











