د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په یوه ولسي غونډه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره سم د هېواد د ابادۍ او رغونې تر څنګ، په سیاسي ډګر کې هم د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی او شپه او ورځ د هېوادوالو د هوساینې لپاره کار کوي. نوموړي ویلي، سرپرست حکومت په نږدې درې کلونو کې توانېدلی، چې له بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لګښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې بنسټیزې پروژې پیل کړي. نوموړي له اسلامي نظام ننګه د حکومت او ولس شریکه دنده بللې، چې په خبره یې له ګاونډیو او نړۍ سره د سرپرست حکومت اقتصادي اړیکې د سالم سیاست پایله ده. سیاسي مرستیال همدا راز ویلي، د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغان استازو ګډون د افغانستان سیاسي بریا او له نړې سره د مثبت تعامل نښه ښیي.











