پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب کابل کې د سرپرست حکومت له اداري مرستیال سره کتلي. شکېب په دې کتنه کې د سفارت د فعالیتونو، برنامو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ډیپلوماتیک پلاوی د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هلېځلې کوي. دې کتنه کې اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن دی.










