چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

چين په توليدي سکټور کې نړيوالې پانګونې ته دروازې پرانيزي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2024
in تبصرې
0
چين په توليدي سکټور کې نړيوالې پانګونې ته دروازې پرانيزي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 چين د يوه تاريخي ګام په اوچتولو سره خپل توليدي سکټور د نړيوالو کمپنيو او پانګوالو پر مخ پرانيستی دی. تمه ده چې په پاليسيو کې نوی بدلون چې د بهرنيو پانګونوالو د لاسرسي د منفي نوملړ د ۲۰۲۴ کال په ګڼه کې تصريح شوی، د چين توليدي وړتيا لوړه، اقتصادي وده چټکه او نوي فرصتونه رامنځته کړي. په نړيواله کچه به هم دا ګام اکمالاتي ځنځير ته نوې بڼه ورکړي او نړيوالې کمپنۍ به وهڅوي چې پر خپلو پاليسيو له سره غور وکړي.

په تاريخي لحاظ ۳۱ داسې سکټورونه وو چې بهرنيان په چين کې له پانګونې منعه شوي وو. اوس ياد سکټورونه د انکشاف او اصلاحاتو د ملي کمېسيون او د سوداګرۍ وزارت د نوې پرېکړې پر بنسټ ۲۹ ته را کم شوي دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

مارکيټ ته د لاسرسي منفي لېست هغه سکټورونه، برخې او سوداګرۍ په نښه کوي چې بهرنيان پرې پانګونه نه شي کولی. ټول هغه صنايع، سکټورونه او سوداګرۍ چې په منفي لېست کې شامل نه دي، د بهرنۍ پانګونې پر مخ پرانيستي دي. د ۲۰۲۱م کال او ۲۰۲۴م کال د منفي لېست د ګڼو تر منځ توپير دا دی چې په وروستۍ ګڼه کې په توليدي سکټور کې د بهرنۍ پانګونې پر وړاندې ټول محدوديتونه ليرې شوې دي.

د اقتصادي ودې اسانچاری

په توليدي سکټور کې بهرنۍ مستقيمې پانګونې ته د اجازې په ورکړې سره د چين په څېر غوړېدونکي اقتصادي بازارونه د لا ډيرې مستقيمي بهرنۍ پانګونې په لټه کې دي څو په نويو تخنيکي او مديريتي مهارتونو سره يو پراخ صنعتي بنسټ رامنځته کړي. موخه دا ده چې پرمختللي عصري توليدي وړتياوې تقويه شي، توليدات ډير شي او د سيمي کنډکټورونو او بيوټکنالوژۍ په څېر په پرمختلليو صنايعو کې نوښتونه رامنځته شي.

د نړيوالو کمپنيو، مالي ادارو او خصوصي بنسټونو له لوري د مستقيمې بهرنۍ پانګونې په نشتون کې يوازې د ګوتو په شمېر هېوادونه د دې جوګه دي چې د خپلو کورنيو مؤلدينو تر منځ سالمه سيالي وساتي او حتی نړيوال اکمالاتي ځنځير ته انکشاف ورکړي. همدغه راز که چېرې د ټکنالوژۍ او پوهې تبادلات نه وي نو د اقتصادي پراختيا او ودې د ملاتړ لپاره د توليدي وړتيا لوړيدل هم ناشوني دي.

بهرنيو کاروباريانو ته د لا ډير لاسرسي په برابرولو سره، چين خپلې اقتصادي اړيکې پياوړې کولی او پراخولی شي او دغه راز کولی شي چې له پراخو نړيوالو منابعو څخه پانګونه ور جلب کړي. په دې سره یې اقتصاد ته لا ډير پياوړی او متنوع توليدي بنسټ رامنځته کېدای شي. دا چاره په نورو اقتصادي برخو لکه ټرانسپورټ، لوجسټيک او خدماتو کې هم د ودې او پرمختګ سبب کيږي چې دا ټول بيا په خپل وار سره د توليدي ايکو سيسټم برخې جوړوي.

د بهرنۍ مستقيمي پانګونې په لوی جريان سره په چين کې ځايي چارواکي لا ډير دوستانه چاپېريال رامنځته کولی شي. د بازار د مثمريت او سيالۍ په تقويه کولو سره چين واړه او متوسط توليدي شرکتونه هڅولی شي چې خپل عملکرد يا د نويو فرصتونو لکه مصنوعي ځيرکتيا په کارولو او يا د خپل توليدي ځواک په پياوړي کولو سره تقويه کړي.

نړيوالې اغېزې

پخوا، نړيوالو پانګوالو په چين کې د پام وړ بازار ته لاسرسي نه درلود.  له دې سره سره هم توليدي سکټور د چين د اقتصاد د مهمې برخې په توګه د مصرفي توکو، چېپونو، برېښنايي وسايلو او موټرو د توليد په برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه وړاندې کول. پر دې اساس، هغه مهال چې ځينو دولتونو د چين پر توليدي توکو د تکيې د کمولو هڅه وکړه، چين پر دې بريالی شو چې نړيوالې کمپنۍ د خپل اکمالاتي ځنځير د تأمين لپاره په دغه هېواد کې پانګونې ته ور جلب کړي.

د نويو نظارتي مقرراتو په بدلون سره، نړيوال پانګوال اوس د چين متنوع بازار او صنعت ته د لاسرسي نوې لارې چارې لري. دوی د خپلو توليدي پروسو د اسانه کولو لپاره د چين له خورا پرمختللې زيربنا څخه استفاده کولی شي. دغه راز په اقتصادي مقياس او توليدي لګښتونو کې سپما او کورنيو او نړيوالو مارکېټونو ته چټک لاسرسی د نظارتي مقرراتو د نويو بدلونونو نور امتيازونه دي.

په نننۍ متصله نړۍ کې د چين او نړيوالو پانګوالو لپاره اودږمهاله ليدلوری هيله بښونکی دی. دا د څو مليتي کمپنيو او مالي ادارو لپاره غوره فرصت دی چې د نړيوال کېدو ضد هڅو او د اکمالاتي ځنځير د زيانمولو د هڅو په لړ کې خپل توليدي ځواک ته تنوع ور وبښي. د چين پرانيستو دروازو ته په پام سره نړيوال پانګوال د دغه هېواد په بازارونو کې د حضور په ساتلو او پراخولو سره خپله ګټه وټه تر ټولو لوړې کچې ته رسولی شي.

هغه شرکتونه چې د ګټې وټې کچې لوړولو، په بازار کې د ښه سيالتوب او تر سيالانو د مخکښتوب په لټه کې دي د چين په توليدي سکټور کې د پانګونې له فرصتونو استفاده کوي. د چين ډاډمن سياسي ثبات، واضح مقررات او د سوداګرو په خوښه جوړې پاليسۍ شرکتونو ته د اوږدمهالو ګټو او اقتصادي سوکالۍ فرصتونه برابروي. چين د نړۍ دويم لوی اقتصادي ځواک دی چې د ۱.۴ ميليارده وګړو په درلودلو سره لوی کورنی مارکېټ لري. په چين کې بهرنۍ مستقيمه پانګونه د ګټې – ګټې معامله ده چې دواړو لورو ته يو شان اوږدمهاله منفعت لري.

Previous Post

د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې

Next Post

په نیمروز کې د څه باندې دوه زره روږدو درملنه شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په نیمروز کې د څه باندې دوه زره روږدو درملنه شوې ده

په نیمروز کې د څه باندې دوه زره روږدو درملنه شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

United Kingdom Vs European Roulette Wheel

سپتمبر 8, 2025
جوبایډن له اوکراین سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

جوبایډن له اوکراین سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

دسمبر 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved