چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین او امریکا په ګډو همکاريو لوی کارونه ترسره کولی شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين او امريکا د ډسمبر له نيمايي راهيسې پر څو اړخيزو خبرو اترو بوخت دي، چې د بېلګې په توګه يې د اقتصادي چارو کاري ډلې ۷مه غونډه او د پولي چارو کاري ډلې ۷مه غونډه یادولی شو. دواړو هېوادونو د ساینس او ټېکنالوژۍ همکاریز تړون د نورو ۵ کلونو لپاره تمدید کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين وايي، بېجينګ او واشنګټن، چې څومره همکارۍ وکړي، هغومره به یې چارې پراخې او ګډې ګټې به ومومي.

شنونکي د چين او امريکې اوسنۍ خبرې د امریکا د حکومت د انتقالي دورې په بهیر کې یو مثبت ګام بولي او باور ښيي، چې د دواړو هېوادونو ډیالوګ او همکارۍ به ثابت پرمختګ ومومي.

د چين او امريکې پر سیاسي اړيکو ۴۵ کالونه اوښتي او تجربو یې ثابته کړې، چې دواړه هېوادونه له ګډو همکاريو ګټې پورته کولی او مقابلې یې دواړو ته زيانونه رسولی شي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په تېر نومبر کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره ولیدل او د دغه هېواد نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته يې د مبارکۍ پيغام ولېږه او په يوه مهم پړاو کې يې د چين او امريکې د اړيکو د پرمختګ لارښوونه کړې ده.

رئيس شي جين پينګ په تېرو ۴ کلونو کې د چين او امريکې د اړيکو د پرمختګ د تجربو ٧ ټکي لنډيز کړي، چې يو يې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې او همکارۍ یادې کړې دي.

رئيس شي جين پينګ په همدغه ټکي کې د چين او امريکې د ګډو ګټو په اړه ژور پوهاوی منعکس کړی او دغه هيله یې هم پکې رانغښتلې، چې چين او امريکا دې  د ۲ لویو هېوادونو په توګه خپل مسؤليتونه پرغاړه واخلي.

چين او امريکا د نړۍ دوه مخکښ لوی اقتصادونه دي او په اوسنيو شرايطو کې ډېرې ګډې ګټې لري.

بېجينګ او واشنګټن په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په مشرۍ څه دپاسه ۲۰ تبادلوي میکانیزمونه جوړ کړي او په ډيپلوماسۍ، امنيت، اقتصاد او سوداګرۍ، د نشه يي توکو د مخنيوي، کرنې، کولتور او ځينو نورو برخو کې يې پرمختګونه موندلي دي.

دواړو هېوادونو په تېر یوه کال کې د ستراتیژیکو اړیکو ۲ دورې خبرې اترې او د پولي او اقتصادي کاري ډلو ۵ غونډې ترسره کړي او په ګډه يې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د مصنوعي ځيرکتیا پرېکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې ډېرو هېوادونو او بېلا بېلو ټولنو یې تود هرکلی کړی دی.

دا د دې ښکارندويي کوي، که چين او امريکا په لېوالتيا ډيالوګ او همکارۍ وکړي، ګډې ګټې په پام کې ونیسي او یو د بل اندېښنو ته ځواب ووايي او حل یې کړي، نو سياسي متقابل باور به یې نور هم پياوړی شي.

اوسمهال نړيوال وضعیت کړکېچن او انسانان له بې سارو ننګونو سره مخ دي او د نړۍ لپاره د چين او امريکې همکارۍ ستر اهميت لري.

نړيوال تمه لري، چې چین او امریکا دې د اقليمي بدلون، د اوکراين د بحران او د کوريا ټاپووزمې په څېر د ځينو مهمو مسئلو په اړه خبرې وکړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو په برخه کې دې خپل مسؤليتونه ادا کړي.

د پاکستان د ولسمشر پخواني مطبوعاتي سکرتر کمال البشیر په یوې مقالې کې د چین او امریکا همکارۍ نه یوازې د دواړو هېوادونو د علمي او تخنیکي او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ګټورې، بلکې د ګردې نړۍ د خلکو د هوساینې لپاره هم ګټورې او اړينې بللې دي.

د بېجينګ او واشنګټن تاریخي اړيکو ته په کتو، نړۍ دې ټکې ته رسیدلې، چې د چين او امريکې د اړيکو ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د نړۍ د انسانانو له راتلونکي او برخليک سره هم تړاو لري.

نړۍ تمه لري، چې چين او امريکا دې د خبرو اترو او اړيکو ساتلو ته دوام ورکړي، خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي، د لويو هېوادونو مسؤليتونه دې پرغاړه واخلي، د زياتو مهمو او ښو کارونو د ترسره کولو لپاره دې ګډ کارونه وکړي او د یوې ناڅرګندې نړۍ لپاره دې ډاډمنه فضا برابره کړي.   

Previous Post

ایران په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

Next Post

په مکاو کې د شي جین پینک سفر په بريالۍ توګه پای ته ورسید

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

په مکاو کې د شي جین پینک سفر په بريالۍ توګه پای ته ورسید

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په کابل کې د چین سفیر جاو شينګ د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کميشنرۍ له استازي ليونارد زولو سره وکتل

په کابل کې د چین سفیر جاو شينګ د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کميشنرۍ له استازي ليونارد زولو سره وکتل

مې 8, 2024
له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړيو شمېر صفر ته ښکته شوی

له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړيو شمېر صفر ته ښکته شوی

جولای 20, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ